د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال مشرف د سره جومات په موضوع د جگپوړو حکومتي چارواکو سره غونډه  وکړه


جنرال مشرف د خپل حکومت د لوړرتبه چارواکو سره په داسې حال کې ولیدل چې د سره جومات په شا او خوا کې ډزي رواني وې. حکومت وایي د جومات په محاصرینو کې هغه وسله وال تندروان سخت مقاومت ته دوام ورکوي چې په پاکستان او نړی کې په ترهگرو پیښو کې تورن دي.

د پاکستان پوځ سور جومات تیره اونی هغه وخت محاصره کړ چې طالبانو د ځایي امنیتي ځواکونو سره اخ وډب وکړ او غوښتل یي په سیمه کې د خپلي خوښي اسلامي اصول نافذه کړي.

تر اوسه جمله څلورویشت تنه مړه شوي دي او دولتي ځواکونو د جومات او مدرسې د دیوالونو ځیني برخې په راکټونو ویشتلي چې د زده کوونکو د تیښتي لار پیدا کړي.

بلخواه د اسلام آباد په یوه ورزشي ستیدیوم کې صدراعظم شوکت عزیز د هغو سلو تنو طالبانو سره ولیدل چې د جومات د محاصرې د پیل په وخت راوتلي وو. دا سل تنه طالبان د لنډو پوښتنو او پلټنو نه وروسته اوس خپلو کورونو ته پریښودل شو.

سور جومات د تیرو اوو ورځو راهیسي محاصره دی او د سیمي خلک د ژر او سوله ایز حل غوښتونکي دي. د اسلام آباد یوه اوسیدونکې خبریالانو ته وویل، ”جمهوررئیس مشرف ته پکارده د جومات د لانجې د حل لپاره د عقل نه کار واخلي. هغه ته پکار نده چې حوصله وبایلي او ووایي مونږ به یي ووژنو! د یو دوو تنو خبره بیله ده، وژلی شي خو په اسلام کې د دومره ډیرو کسانو وژنه سم کار ندی.”

د پاکستان د حج او اوقاف وزیر اعجازالحق وایي د پاکستان په صدراعظم په برید شکمن کس په جومات کې د ترهگرو د مقاومت مشري کوي.

اعجازالحق نور معلومات ندي ورکړي خو پخپله جنرال مشرف هم ویلي دي چې د اسلامپالو ډلو جیش محمد او القاعده غړي په پیښه کې لاس لري. که څه هم ژورنالستان د جومات څخه ٥٠٠ متره لري ساتل شوي دي، د اې پي خبریال په وسلو سمبال پوځي گاډی د جومات په لور لیدلی او بل ځای یوه پوځي موټر د اوښکي بهیوونکي گازونو مرمی د جومات په لور ویشتلي.

بلخواه په لندن کې د نوازشریف په کوربه توب د پاکستان د سیاسي گوندونو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې په اعلامیه کې د جنرال مشرف څخه د استعفا غوښتنه وشوه.

نواز شریف وویل، ”د ټولو گوندونو کنفرانس د جنرال د فوري استعفا غوښتنه کوي چې د یوه لنډ مهاله حکومت تر څار لاندې د ازادو او منصفانه انتخاباتو لار هواره شي.

یوه مهمه پریکړه دا وشوه که جنرال مشرف د اوسني پارلمان څخه د اعتماد رایي وغوښته، د ټولو گوندونو استازي به استعفا ورکوي.

د بېنظیر بوټو گوند د دې پریکړې سره موافقت ونکړ او هغه اوازې نوري هم تودې شوې چې د هغې د پیپلز گوند او جمهور رئیس جنرال مشرف ترمنځ پټي خبرې رواني دي.

XS
SM
MD
LG