د پاکستان پوځ د سره جومات د نیولو نه وروسته جومات ته څیرمه په مدرسه باندې بریدونه پیل کړي دي او لږ تر لږه یې پنځوس تندلاري یې وژلي دی.
د پاکستان د پوځ نطاق ډگر جنرال وحید ارشد نن په یوه خبری کنفرانس کی وویل چی د جومات د دریو نه دویم حصه تصفیه شوی.
ښاغلی ارشد وویل چی دغه عملیات له هغه وروسته چی د جوړی له لاری حل پیدا نشو د گیځ په څلورو بجو پیل شول.
ده وویل چی پاکستانی پوځ د یاغیان لخوا له مقاومت سره مخامخ دی چی د جومات د منارونه پری ډزی کیږی.
پاکستانی چارواکی وایی چی څه نا څه دیرش کسه ښځی او ماشومان یی ژغورلی دی چی په هغو کی د جومات د ملا عبدل عزیز ښځه او لورهم شامل دی چی تیره اونی پولیسو دی هغه وخت ونیوچی د پیښی نه د تیښتی په وخت کی یی ټکری په سر کړی ؤ.
پوځ وایی کله چی حمله پیل شوه شل کسه ماشومان د جومات نه وتښول.