د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ وايي چې د اسلام اباد لا ل جومات هغه وخت سترو چاودنو و لړزاوه چى امنېتى قواو له چاودنى نه وروسته په دغه ودانى چې له درنو وسلونه ډکه ده برېد وکه.


رپوټ وايي چې د اسلام اباد لا ل جومات هغه وخت سترو چاودنو و لړزاوه چى امنېتى قواو له چاودنى نه وروسته په دغه ودانى چې له درنو وسلونه ډکه ده برېد وکه.

په سوونو ښځې او ماشومان هلته موجود دى او چارواکى دا وېره لرى چې ښايي هغوى دانسانى سپر په حېث استعمال شى. په داسى حال کې چې د پنځوس او شپېتو په شاوخواکې سرتېرو دننه په ېوه زرندۍ ېا زېرزمېنۍ کې سنگر نېولى دى، ټوله ورځ درنه جگړه روانه وه.

د پوځ نطاق تورن جنرال وحېد ارشد وايى ټوپک والا په بشپړ ډول دېته چمتو ول او ډېر سخته مقابله ېې وکړه. هغه واي چي هغوى ټول په وسله سنبال وو او په ښه ډول روزل شوېدي. هغوى ماشېنگڼى او راکټ لانچرونه لرى او لاسى بمونه ېې هم استعمالول. بله خبره داده چې هلته ښځې اوماشومان دى. موږ هلته ددې لپاره قدم په قدم پرمخ ځو چې بې ځاېه او بې ضرورته تلفات وانه ړول شى.

حکومت وايي چى کم تر کمه اوېا ښځې او ماشومان له هغه ځاى نه اېستل شوېدى. نور اوېا تنه سر تېري هم نېول شوېدى.

امبولانسونو په شلهاو زخمېان په داسى حال کې نېژدى روغتونونو ته وړل چې د اېسارو شوو شاگردانو مېندې او پلرونه هلته د محاصرې او کلابندى د پاېته رسېدولپاره په وېره او اندېښنه کې انتظار کوى.

XS
SM
MD
LG