د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف نن د لال جومات په موضوع ملت ته وینا کوي


د پاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف غواړی نن د پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد کی په لال مسجد باندی د حملې په باب چی څه د پاسه اتیا تنه په کی ووژل شول، د پاکستان ملت ته وینا وکړی.

چارواکي د هغو ٧٣ تنو تندروه مسلمانانو په ښخولو اخته دي چی په دې حمله کی چی د سه شنبې په ورځ شروع شوه، وژل شوي دي.

په مړو کی د مسجد امام عبدالرشید غازي هم و چی د مقاومت مشري یې کوله. هغه نن د پنجاب په ایالت کی په خپل پلرني کلي ‏(‎ بستي عبداله‏)‎ کی خاورو ته وسپارل شو.

د هغه جنازې ته چی د هغه د ورور عبدالعزیز له خوا واخیستل شوه، په زرها و خلک ورغلي وو او په دې وخت کلک امنیتي ترتیبات نیول شوي وو.

عبدالعزیز وینا وکړه او ویې ویل چی دی هیله لری چی په پاکستان کی به یو وخت اسلامي شریعت نافذ شوی وی.

په مسجد باندی د حملې په وخت لږ تر لږه نهه تنه پاکستاني عسکر هم ووژل شول.

چارواکو پرون اعلان وکړ چی مسجد د ټولو تند روانو نه پاک شوی دی.

XS
SM
MD
LG