د لاس رسي وړ اتصالات

د اسامه پر سر ټاکل شوی انعام دوه چنده شو


د امریکا سناتورانو ددغه انعام دوه برابره کېدل په غوڅ اکثریت تصویب کړل.

په کانگرس کې دیموکراتان په دې باور دي چې د عراق جگړې د القاعده پرضد د امریکا هڅې پڅې کړي او عدالت ته یې د اسامه بن لادن سپارل هم ځنډولي چې دا د بوش د ادارې یوه ستره ناکامي گڼل کیږي.

د امریکا سنا مجلس اوه اتیا د یو په مقابل کې رایې سره د اسامه پر سر ټاکل شوی انعام دوه چنده کړ او له حکومت څخه یې دا هم وغوښتل چې د نوموړي ترهگر د نیولو د هڅو د پرمختگ په اړه دې کانگرس ته رپوټونه وړاندې کړي.

دیموکرات سناتور بایرن دورگان وویل: ‏«‎ دا د امریکا لپاره ډېره مهمه ده، زه ولسمشر ته وایم چې موږ عدالت ته د القاعده ډلې د مشر د راکاږلو او د هغه د لټون په اړه د ترسره شویو هلو ځلو درې میاشتېني رپوټونه غواړو.

‏»‎ یو بل دیموکرات سناتور، کېنت کونراد هم پر بوش غږ وکړ چې د امریکا پر امنیتي چارو کلک پام وساتي. سناتور کېنت کونراد وويل:

«‎ ددغه رپوټ له مخې، القاعده ډلې د خپلو تروریستانو شمېر له شلو زرو څخه پنځوسو زرو ته اوچت کړی دی. ښاغلی ولسمشره! موږ ته په کار ده چې پر خپلو امنیتي هڅو بیا کتنه او غور وکړو او په اسامه بن لادن او القاعده ډلې پسې خپل څار چټک کړو.‏»‎

خو ځیني جمهوري غوښتونکي چې هغو هم د دې طرحې د تصویب پلوي وکړه، وویل چې تر دې دمه باید د امریکا د هڅو او قربانیو قدر وشي: جان وارنر، جمهوري غوښتونکی وويل: ‏«‎ زه غواړم چې دې وړاندیز ته مثبته رایه ورکړم خو راځئ چې د امریکا د پوځ د ښځو او نارینه و قربانۍ او سر ښندنې هم له پامه ونه غورځوو او په حقیقت کې دا هم په یاد ولرو چې ښایي د نورو ولسونو په مرستې سره دا په ډاگه شي چې بن لادن چېرې دی او هغه ونیول شي.‏»‎

خو یو بل جمهوري غوښتونکی سناتور، لاري کرایگ بیا د انعام لوړول دومره گټور نه گڼي.

لاري کرایگ وويل «:‎

آیا پیسې کوم بدلون راوړي؟ ځکه که پیسو کوم بدلون راووست نو اسامه بن لادن به وس پخپل قبر کې وای.‏»‎

د امریکا استخباراتي ادارو تېره اوونۍ خبرداری ورکړ چې القاعده اوس پر لویدیځ باندې د برید په برخه کې تر پخوا غښتلې ښکاري.

شنونکي په دې باور دي چې القاعده ډلې د سپټمبر له یوولسمې نېټې وروسته خپل عملیاتي ځواک په بیساري توگه پیاوړی کړی دی.

XS
SM
MD
LG