د لاس رسي وړ اتصالات

په انټرنېټ کې د اسامه بن لادن ېوه نوې وېډېو خپره شوېده


دامرېکا چارواکى دهغه وېډېو ټېپ محتوېات تحلېل کوى چې دالقاعده د پرارى مشر بن لادن دى او نن د ېکشنبى په ورځ په انټرنېټ کې خپور شوېدى.

خو دا لامعلومه نده چې دا ټېپ څه وخت او چېرته جوړ شوېدى. نن د ېکشنبى په ورځ د القاعده پرارى مشر اسامه بن لادن ېونوى وېډېو ټېپ په انټرنېټ کې خپور شوېدى.

په دغه نوي ټېپ کې بن لادن د شهادت ستاېنه کوي او وايي چې حتى داسلام پېغمبر غوښتل چې شهادت ېې په نصېب سى.

دالقاعده د مشر وېډېويي خبرې چې له ېوې دقېقې نه کمى دى دهغه وېډېوټېپ ېوه برخه ده چې څلوېښت دقېقې اوږدى او په هغه کې دهغو سرتېرو ستاېنه شوېده چې په افغانستان کې وژل شوېدى.

د جمعى په ورځ دامرېکا سنا دېوې داسى مسودې وړاندېز وکه چې د بن لادن په سر باندى اېښى انعام دوه چنده شى او پنځو س ملېونو ډالرو ته ېې پورته که.

د سنا دغه اقدام باېد دامرېکا پارلېمان او ترهغې وروسته دامرېکا جمهوررئېس جورج بش منظور کاندى.

دامرېکا په سنا کې دا اقدام دهغه رپوټ له خپرېدونه وروسته وسو چې وايي القاعده خپلو ځواک او مشرتوب بېرته لاسته راوړى دى او کوشش کوى چې خپل عاملېن امرېکا ته ور دننه کړى.

XS
SM
MD
LG