د لاس رسي وړ اتصالات

دلارۍ بم چوونکي د عراق په شمالى ښار کرکوک کې اتېا تنه وژلى دى


دعراق پولېس وايى دلارۍ بم چوونکي د عراق په شمالى ښار کرکوک کې اتېا تنه وژلى دى.

دغه ښار په قبېلو لحاظ په څو قومونو وېشل شوېدى. دلارۍ چلوونکى خپله لارى د کردستان د وطنپالو دگوند له دفتر سره چې د عراق دجمهوررئېس جلال طالبانى گوند دى وجنگوله.

په دغه چاودنه کې تر ١٨٠ زېات کسان زخمېان شول. هغوى خبردارى ورکه چې دمرگ شمېر نور زېاتېدلى شى. په کرکوک کې له اولنۍ چاودنى نه وروسته دوه نور بمونه هم چول شوېدى؛ ېو پولېس پکى وژل شوېدى.

څلور تنه نور پکى زخمېان شوېدى. کردى مشران غواړى چې کر کوک په خپله خومختاره سېمه کې داخل کړى خو عربان او ترکمنان له دغه کار سره مخالفت کوى.

د تشدد په نورو پېښو کې ددوشنبى په ورځ د سړک د غاړى په ېوه بم کې پنځه تنه عراقى عسکر په بغداد کې ووژل شول. همدارنگه د هاوان ېوه گولۍ د بغداد د جنوبى برخى د استوگنى په ېوه سېمه کې ولگېدله او لږ تر لږه دوه ملکېان ېې ووژل.

د امرېکا پوځ وايي په زرگونو عسکرو ېې ېوه نوى تهاجمى حمله په جنوبى بغداد کې نن پېل کړېده. ددغو عملېاتومقصد داد ى چې په پاېتخت کې سر تېرو ته د وسلى رسېدلو بهېر بند کړى.

XS
SM
MD
LG