په یوه نښته کی چی د دوشنبی په ورځ وشوه د پولیسو په قول د هلمند په ولایت کی د سړک د غاړی په بم کی یو پوځی موټر وچول شو.
دری افغان عسکرپکى ووژل شول او دوه کسه نور پکې ټپی شول. همدا شان پولیس وایی چی افغان او د ناتو قواوو د دوشنبی په ورځ د کندهار په ولایت کی نښته وکړه.
دوی وایی چی څه ناڅه اوه تنه وسله وال طالبان وژل شوی دی او د افغان او نا ټو قواوو ته هیڅ تلفات ندی اوښتی.
په یوه بله پیښه کی د افغانستان د ملی دفاع وزارت وایی چی د دوی قواوو د دوشنبی په ورځ د پکتیکا په ولایت کی د څو یاغیانو په شمول د وه پاکستانېان وژلی دی.
دغه وزارت زیاتوی چی د پاکستان سره په سرحد کی د شمالی وزیرستان په آزاده سیمه کی لس کسه عسکر په جنگ کی زخمی شویدی.