د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکاېې چارواکي واېې د القاعدې تر ټولو  سرکرده مشر ېې نېولی دی.


د امرېکا د پوځ ېوه نطاق ډگر جنرال کېون برگنر نن ووېل امرېکاېې قواو خالد المشهدانی چه گومان کېږی په عراق کې د القاعدې د مشر ابو اېوب المصری سره نږدی همکاری لری نېولى دى.

جنرال برگنر ووېل المشهدانى د ابو اېوب المصری او اسامه بن لادن ترمنځ د منځگړى په ډول کار کړېدى. د امرېکا د پوځ نطاق واېې چه نوموړي د تفتېش په دوران کې اعتراف کړ ی دی چه په عراق کې د القاعده مشرى ېوه خارجى ډله کوى چې مشر ېې ابو اېوب المصرى دى.

نطاق زیاته کړه چه المشهدانی د عراق د اسلامی دولت په نامه د القاعدې د ېوې ډلی او دالقاعدې د مشر اسامه بن لادن تر منځ استازیتوب کاوه او ددی لپاره چه په عراق کې د خارجېانو په نفوذ اوفعالېت باندی پرده واچوی په عراق کې ېې فرضی اسلامی دولت اعلان کړ.

په دې ډله کې ېو بل سړی چه عمر البغدادی نومېږی هم مهم رول لوبوی. او د مطبوعاتی پروپاگند مسولېت ېې په غاړه لری.

نن په عراق کې د امرېکا پوځ ووېل چه دری امرېکاېې عسکر په بغداد کې د سړک د غاړې د بم په چاودنه کې د سه شنبی په ورځ وژل شوی دي.

دوه عسکر د بغداد په لوېدېز کی هغه وخت ولگېدل چه د عسکری موټر خوا ته ېې ېو بم خلاص شو او ېو تن بل عسکر هم د سی شنبی په ورځ د ښار په ختېز کې ولگېده.

څلور عسکر زخمېان شوی دی. نن په بغداد کی په ېوه چاودنه کې څلور ملکی خلک ووژل شول.

XS
SM
MD
LG