د پاکستان پولیس وایې چې وسله والو کسانود هیواد په شمال غربي ایالت د بنوپه ښار څلور توغندي ویشتلي چې لږترلږه اته کسان یې وژلي.پولیس وایې توغندي په کورونو لگیدلي دي.
په دغوبریدونوکي لږترلږه پنځه ویشت کسان زخمیان شوي هم دي. د بنو ښار د قبائیلي سیمي وزیرستان سره پولي لري چیرته چي طالب پلوه ډلي د پاکستان د حکومت سره جنگیږي.
د پاکستان په سرحد ایالت کي تاوتریخوالی د هغه وروسته زیات شوی چي دوې اونۍ مخ کي د هغه هیواد وسله والو ځواکونو د اسلام آباد لال دجومات عملیات تر سره کړل.
پرون پاکستاني ځواکونو د گوانتانامو زندان پخونی بندي پاکستاني طالب قومندان عبدالله مسعود وزیرستان ته څیرمه د بلوچستان په ژوب سیمه کي ووژی. دحکومت ویاند نور جزیات ندي ورکړي.
پاکستانی چارواکو ویلي چې د ژوب په سیمه کې یې د عملیاتو په لړ کې دری مشکوک کسان هم نیولي دي. پاکستاني مقامات وایې عبدالله مسعود د افغان او امریکایې ځواکونو په وړاندی د طالبانو ملاتړ کوو.