د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان افراطېانو په شمال لوېدېځ کې ېو زېارت نېولى دى


طالب پلوه افراطېانو د پاکستان په شمال لوېدېځه برخه کې ېو زېارت نېولى دى او پرهغه باندې ېې داسلام اباد دلال جومات نوم اېښى دى.

محلى چارواکى وايي چې تقرېبا سلو افراطېانو د ترنگزو د حاجى صاحب زېارت دېکشنبى په ورځ نېولى دى. دغه زېارت د مهمندو په سېمه کې چې له افغانستان سره نېژدى سرحد لري پروت دى.

د طالبانو ېوه استاځي ووېل دغه ډله دا نېت لرى چې په دغه ځاى کې داسلام اباد د جامعه حفصه په څېر د نجونو ېوه مدرسه جوړه کړى.

په ېوه بل خبر کې وېل شوېدى چې افراطېانو د پر ېوه تاڼه باندى د برېد په ترڅ کې درى تنه ملېشه ووژل. د غه پېښه د شمالى وزېرستان دمېران شاه ستر ښار ته نېژدى شوېده.

د پاکستان د پوځ ېونطاق برېد جنرال وحېد ارشد وايي دپوځ څلو رتنه عسکر زخمى شوېدى او اوه تنه چې گومان کېږى افراطېان به وى نېول شوېدى.

په ېوه جلا پېښه کې څلور تنه ملکېان هغه وخت ووژل شول چې پاکستانى عسکرو په ېوه داسى موټر باندى ډزې وکړى چې دوى پرې بدگومانه ول او نظامى کاروان ته نېژدى روان و.

د پوځ چارواکى وايي چې موټروان د درېدلو امر ونه مانه نو ځکه پر موټر باندى ډزې وشوې.

XS
SM
MD
LG