د لاس رسي وړ اتصالات

په بغداد کې دموټر بم چاودنى شپږ تنه ووژل


دعراق پولېس وايي د ېوه موټر بم چاودنى نن ددوشنبى په ورځ په بغداد کې شپږ تنه ووژل.

په دې ډول په مرگ ژوبله کې هغه لنډه وقفه او کمښت ختم شو چې عراقېانو د فوټبال په لوبه کې داسېايى کپ قهرمانى لمانځله.

چارواکى وايي دغه چاودنه د الطېران په چوک کې وشوه او ٣٠ تنه ېې زخمېان کړل. دغه بم هغه وخت وچاودېده چې په موټرونو باندى بندېز پاېته ورسېده.

دموټرو نو په چلولو باندى بندېز د ېکشنبى په ورځ په دې سبب لگېدلې و چې په داندونېزېا په جاکارتا کې د فوټبال مسابقه وه او دعراق د فوټبال ټېم پکى گډون درلود.

تېره اونى دبم په چاودنه کې په بغداد کې پنځوس تنه هغه وخت ووژل شول چې د فوټبال د لوبى ننداره اولمانځنه ېې کوله.

XS
SM
MD
LG