د لاس رسي وړ اتصالات

د هندی فلمونو مشهور ایکټور مجرم وگڼل شو


لکه د فلمونو په شان د د سنجیدت عادی ژوند هم ډیر د ډرامو دک دی، حتی چی ده د سزا اورلو د پاره د محکمی ټول جریان راسا په تلویزيون کی وښودل شو.

قاضی هغه ته په دی تور د شپږو کالو د بند سزا واورله چی وایی ده په کال ١٩٩٣ کی د بمبئ د بمونو د چاودنو په وخت کی د یو تيروريست نه غیر قانونی وسله په ییسو اخیستی وه.

تیر کال سنجی دت په دغو چاودنو کی د لاس لرلو د تور نه بری زمه شوی و. د بمبئ په چاودنو کی ٢٥٧ کسان وژل شوی وو.

سنجی دت ته د شپږو کالو د بند د سزا ورکولو خبر د هند فلمی دنیا لړزولی ده. ځکه چی دی دا وخت د ډیرو فلمونو مرکزی رول لوبوی او که دی زندان ته لاړو نو د ډیرو خلکو زیاتی پیسی به وسوزی.

پخپله سنجی دت هم دا طمع نه در لوده چی ریښتیا به سزا ورکړل شی، ځکه چی دی پخپله په هند کی ډیر امن دوسته او انصاف پرسته گڼل کیږی.

نور خو لا د ده وروستی سینمایی فلم لگی رهو منا بایی چی د هند ملت بابا مهاتما گاندهی په عقایدو پر بنا جو شوی و او دی یی ډیر مشهور کړی دی.

سنجی دت د هند دوو مشهورو فلمی څهرو سنیل دت او نرگس ځویی دی. د د ه په خپل ژوند کی څو ځله ډیری داسی پیښی شوی، چی د ده ژوند یی هم فلمی کړیدی.

ده په کال ١٩٩٥ کی هم یو نیم کال په زندان کی تیر کړی و د سنجی دت سره دا ځل څلور نورو کسانو ته هم د کال ١٩٩٣ د بمبی د چادونو په ارتباط سزا اورل شویده.

خو د سنجی دت سزا یوازی د هغه د پاره زړه بدونکی نه ده بلکی په ټوله نړئ کی د هندی فلمونو کتونکو او د سنجی دت مینه والو دپاره یو د خفگانه ډک خبر دی او دوی دا توقع کوی چی لکه د فلم په شان په اصل ژوند کی به هم منا بای سنجی دت د ټولو سختیو نه بریالی راووځی.

XS
SM
MD
LG