د لاس رسي وړ اتصالات

یوه ځان وژونکی نن په کابل کی ځان په بم والوزاوه


افغان چارواکی وایی یوه ځان وژونکی نن په کابل کی بهرنیو قواوو ته نژدی ځان په بم والوزاوه، دری ملکی کسان او دری خارجی عسکر یی د ځان سره وژلی دی.

چارواکو ویلی چی بم چونکی په کابل کی په یوه عمومی سړک کی د امریکا د قرارگاه نه د باندی د ناتو کاروان په نښه کړی و.

د یکشنبی په ورځ یاغی طالبانو د افغانستان په جنوب کی په یوه قطار حمله کړی وه چی ١٣ تنه محافظین یی وژلی او نوریی چی یوی شخصی کمپنی ته یی کار کاوه ټپیان کړی دی.

د چارواکو په قول دغه حمله د کابل او کندهار په سړک شوی ده.

د یکشنبی د ورځی حمله د یاغیانو سره په اوږده جگړه بدله شوه چی پنځه تنه طالبان پکی ووژل شول.

XS
SM
MD
LG