د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو وروستی ۴٨ ساعته ضرب العجل هم نن پای ته ورسید


د غزنی د قره باغ ولسوالئ ېوه لوړ رتبه مامور خواجه صدېقی ووېل، دا شب نامی نن د غزنی په څو ولسوالېو کې خپری شوی دی.

د طالبانو وروستی ۴٨ ساعته ضرب العجل هم نن پای ته ورسید او تر اوسه کوم نوی خبر ندی راغلی. د دروریشته تنو کوریایانو د جملی نه تر اوسه پوری وسله والو طالبانو دوه کسه وژلی دی.

لومړی یی د تیری چهار شنبی په ورځ وواژه او دوه تن مړی د سه شنبی په ورځ د غزنی د قره باغ په سیمه وموندل شو.

قاری یوسف احمدی چی ځان د طالبانو ویاند بولی د تیلیفون په کرښه خبری رسنیو ته ویلی وو چی د افغانستان حکومت د هغوی غوښتنی لا هم ندی منلی او ډیر ژر به د کوریایانو په وژلو لاس پوری کړی.

د دوشنبی په ورځ د دوهم ضرب العجل د ختمیدو نه وروسته د دوهم تن وژل کیدو نه پس د سه شنبی په ورځ هم د افغانستان د حکومت او د کوریایی پلاوی اود طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پلاوی خپل کار ته ادامه ورکړه او د غزنی والی معراج الدین پټان په یو خبری کنفرانس کی وویل چی د تښتوونکو څخه د ۴٨ ساعتونو وخت غوښتی دی.

وسله وال طالبان د افغانستان د دولت څخه د کوریایانو د پریښودو په بدل کی د درویشت تنو طالب بندیانو خوشی کیدل غواړی.

بلخواه د لومړی وژل شوی کوریایی مړی د اماراتو د هوایی شرکت په یوه الوتکه کی سیوول ته رسیدلی او په یوه روغتون کی ساتل شوی دی.

د بای هیونگ کیو د کورنی غړی هوایی ډگر ته نه وو ورغلی او په یوه کلیسا کی د نورو کوریایی کورنیو سره د پاتی برمته کسانو د خوشی کیدو ته یی دعاوی کولی.

د وژل شوی کوریایی ورور وویل ” تر هغی پوری به د خپل ورور مړی ښښ نکړی تر څو پاتی کسانو برخلیک نوی معلوم شوی. یو ځل مونږ ویل غواړو چی په دی موضوع کی اساسی توجه پکار ده. زما وژل شوی ورور ته نه بلکی د پاتی کسانو خوشی کیدو ته وشی.”

د دوهم وژل شوی هغه کوریایی پلار چی مړی یی پرون موندل شوی وو وایی هیڅ باور نکوی چی هغه ځوی چی دیرش کاله یی روزلی وو اوس په نړی کی نشته.

د شیم سونگ من مړی د غزنی په لس کلومتری کی د اندړو په ولسوالی کی موندل شوی وو.

د وژل شوی کوریایی پلار شیم جیم پیو زیاته وی ”زه او زما کورنی په دی باور یو چی یو ژوند د ډیرو نورو ژوندون ژغورلی شی نو ځکه مونږ پریکړه کړی چی د هغه مړی د سیوول د ملی پوهنتون روغتون ته ورکړو.”

د دوو تنو د وژل کیدو نه پس د یرغملو کوریایانو د کورنیو پریشانی زیاته شوی ده. په پاتی یویشتو کسانو کی د یوه تن مور وایی ”مونږ د امریکا څخه غوښتنه کوو چی د سیاسی گټو په پام کی نیولو نه پرته د یویشتو بی ضرره کسانو په ژغورلو کی زیاته ونډه واخلی.”

د یوه بل برمته کس مور داسی وایی ”کاشکی زه تللی شوی او د خپلی لور په ځای زه مړی شوی وای. د هغی لا د مرگ عمر ندی. حیرانه یم د هغوی معصومیت ولی نشی درک کولی؟”

څلور میاشتی وړاندی د جمهور رئیس حامد کرزی په فرمان د ایتالوی ژورنالست په بدل کی پنځه طالبان خوشی شوی وو، خو دا پریکړه د امریکا او اروپایی هیوادونو لخواغندل شوی وه.

XS
SM
MD
LG