د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبی کوریا د٢١ پاتی برمته شوو کسانو د خوشی کولو په باب خبری


افغان او دجنوبی کوریا ماموران او برمته کونکی طالبان تراوسه غواړی چې د خبرو لپاره ځای غوره کړی.

دا خبری د جنوبی کوریا د٢١ پاتی برمته شوو کسانو دخوشی کولو په باب کیږی.

شاملی خواوی نن دشنبی په ورځ کوښښ کوی چې د خبرو لپاره داسی ځای پیدا کړی چې ټولو خواو ته د منلو وړوی.

طالبان د داسی ځای په باره کې زړه نا زړه دی چې دافغانستان دکنټرول لاندی وی. د جنوبی کوریا هیآت له ډیرو ورځونه راپدی په افغانستان کې دی او پدی هیله دی چې د جنوبی کوریا د مرستو درسولو د کارکونکو د برمته کونکوسره ووینی چې دجولای د١٩ می نیټی نه راپدی خوا ورسره برمته دی.

د جنوبی کوریا د جمهوری ریاست نطاق ‏(‎چییون هوسیون ‏)‎ وویل، مامورانو طالبانوته وویل، سیول هغه غوښتنه نشی منلی چې وائې، دجنوبی کوریا د برمته شوو کسانو په بدل کې دی دافغانستان د زندان دی افراطی طالبان خوشی کړی شی.

د افغان ډاکټرانو یوه خصوصی ډله دی ته تیاره شویده چې د باقی پاتی برمته شوو کسانو علاج وکړی.

رپوټونه وائې، برمته شوی کسان ډیر ناروغ دی. دا تراوسه څرگنده نده چې دغه پیشنهادی منل شویدی او که نه.

برمته شوو کسانو لاپخوا دوه نارینه یرغمل ئې وژلی دی او یاغی طالبان دافغانستان په حکومت تورلگوی چې وائې، ددوی په غوښتنو ئې غوږونه کاڼه واچول.

باقی پاتی یرغمل اکثره ئې ښځی دی چې له جنوبی کوریانه دبشری ماموریت په توگه ئې افغانستان ته سفر کړی و.

د افغانستان حکومت دهغه وخت نه چې ٢٣ کوریایان برمته شویدی ، ددغو یرغملو په بدل کې دافراطی طالبانو دخوشی کولو په باب خبری ردکړیدی.

دغه کسان له کابل نه کندهارته په یو بس سرویس کې روان ووچې برمته کړی شول .

XS
SM
MD
LG