د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار ښار لویدیځ پلوته د یوې حملی په وخت کې لږترلږه څلور ملکیان زخمیان شول


افغان پولیسان وائې، دوه ملکیان هغه ووژل شول چې یو ځانمرگی خپل موټر دخارجی عسکرو کتار ته نژدی وچاوه.

پولیسو نن دشنبی په ورځ وویل، دکندهار ښار لویدیځ پلوته دیوې حملی په وخت کې لږترلږه څلور نور ملکیان زخمیان شول.

افغان مامورانو داهم وویل، د امریکا او دائتلاف دقواو د پنجشنبی دورځی په بمباری کې چې دهلمند په ولایت کې ئې وکړه، سل یا زیات یاغی طالبان وژل شویدی.

افغان او خارجی پوځی مامورانو وویل، ملکیانو ته دومره زیات تلفات ندی اوښتی. د هلمند د مرکز لشکر گاه دروغتونونو رپوټونه وائې، لږترلږه د‏(‎٢٠ ‏)‎ زخمیانو علاج شویدی.

ماموران وائې، دغه بمباری دبغران په سیمه باندی شویده. د ولایت د پولیسو قوماندان محمد حسین د جمعی په ورځ وویل، ډیر تلفات اوښتی دی مگر پدی نه پوهیږی چې د ملکیانو تلفات څومره دی او د افراطیانو څومره دی.

د پوځ یوه اعلامیه وائې، د ائیتلاف دقواو درسا بمباری په وخت کې په سیمه کې ملکیان نه وو. دغه بمباری دطالبان ددو قوماندانانو په خلاف کیده چې په سیمه ئې دمشرانو غونډه کوله. اعلامیه وائې، د دغو قوماندانانو سرنوشت معلوم ندی. ځینو افغان مامورانو وویل، خلک راغونډ شوی وو چې دهغو دوکسانو تماشه وکړی چې طالبانو پدی تورځوړند کړی وچې حکومت ته ئې جاسوسۍ کوله او پدی وخت بمباری وشوه.

نور رپوټونه دسیمی داوسیدونکو له قوله وائې، قربانیان هغه څوک دی چې یامیلی ته تلل او یا زیارت ته روان وو.

د یاغیانو په خلاف د ناټو او امریکا د نظامی عملیاتو په وخت کې په سلگونو ملکی کسان وژل شویدی.

قهرجنو افغانانو پدی باره کې احتجاج کړیدی او جمهوررئیس حامد کرزی وویل، دغه وضع د منلو وړنده.

احتمال لری چې دجمهور رئیس بوش او ښاغلی کرزی ترمنځ په راتلونکی غونډه کې واشنگټن ته نژدی دجمهوری ریاست په تفریحی ماڼۍ کې کیږی، دغه موضوع د اجنډا په سرکې راشی.

XS
SM
MD
LG