د لاس رسي وړ اتصالات

په شمال ختېځ پاکستان کې ٢٢ کسان په جگړو کې ووژل شول


په شمال ختېځ پاکستان کې ېه ېو لړ خونړېو برېدونو کې لږ تر لږه ٢٢کسان ووژل شول.

د صوبه سرحد د پاړه چنار په ښارگوټي کې ېوه ځان وژونکى خپل موټر چې له چاودونکېو موادو نه ډک و د سروېس موټرو په تم ځاى کې وچاوه اولږ تر لږه تنه ېې ووژل او ٣٧ تنه ېې زخمى کړل.

په دغه چاودنه کې څونورو موټرونه اوددوکانونو مخې خرابى شوېدى. د شمالى وزېرستان په نېمه خودمختاره قبېلوى سېمه کې، طالب پلوه سرتېرو په سپېده دم کې د پوځ په ېوه تآڼه باندى چپاو ور وړ او څلور تنه عسکر پکى ووژل شول او لس تنه سرتېرى پکى ووژل شول.

د پاکستان د پوځ نطاق تورن جنرال وحېد ارشد وايي جگړه مارانو په دغه برېد کې د راکټ له پنځوسو نه زېاتې ډزې وکړى او ماشنېگڼى هم ورسره وې.

رپوټ داهم وايي چې سرتېرو د شمالى وزېرستان د مهم ښار مېرامشاه په امنېتى پوسته باندى هم برېد کړىخو هلته څوک زخمى ېا ژوبل شوى ندى.

رپوټ وايي له هغه وخت راهېسى چې داسلام اباد په لال جومات کې اته ورځى خونړۍ محاصره روانه وه، د پاکستان په شمال لوېدېزو برخوکې مرگ ژوبله زېاته شوېده.

د لال جومات د محاصرې په دوران کې ترسلونه زېات کسان وژل شوي ول. القاعده پلوه ېاغېان لوړه کوى چې دوى د جنرال مشرف حکومت چې په مشکلاتو کې راگېردى له قدرت نه وغورځوى.

قبېلوى سرتېرو د سولى هغه تړون له حکومت سره فسخ کړ چې د جولاى په پنځلسمه ېې کړى و.

XS
SM
MD
LG