د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د سولي غونډه جوړه شوې ده


په کابل کی د سولي جرگه چی څلور ورځي به دوام وکړی شروع شوې ده. په دې جرگه کی په سلهاو افغان او پاکستاني سیاسي او قبایلي مشرانو برخه اخیستې ده.

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي نن ددې جرگې په افتتاحیه وینا کی د تروریزم سره په جگړه کی ددغو دواړو هیوادو تر منځ همکاري وغوښته.

ددې جرگې هدف دادی چی د طالبانو د طرفدارو یاغیانو د فعالیتونو مخنیوی وشی چی د سر‏حد په دواړو خواو کی حملې کوی.

افغانستان او پاکستان چی روابط یې زیات خړپړ شوي دي، د دې نا آرامیو ملامتي په یو بل باندی اچوی.

د پاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف نا څاپي اعلان وکړ چی په دې جرگه کی به چی د امریکا په ملاتړ جوړه شوې گډون ونه کړی او ویې ویل چی ځینث نور داخلي مصروفیتونه لری.

د هغه پر ځای د پاکستان صدراعظم شوکت عزیز دې جرگې ته ورغلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه نطاق ‏(‎ شان میک کور میک‏)‎ وویل چی امریکا د ښاغلي مشرف په دې فیصلې پوهیږی، مگر هغه نور تفصیلات ورنه کړل.

XS
SM
MD
LG