د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس مشرف د اضطراري حالت راوستل رد کړي دي


پاکستاني چارواکي وایی چی ددغه هېواد جمهوررئیس جنرال پرویز مشرف نه غواړي چی په ملک کی اضطراري حالت اعلان کړی.

دپاکستان داطلاعاتو اوکلتور وزېر محمد على درانى وايي چې جنرال مشرف وروسته له هغه نه چې له خپلو معتبرو مرستېالانو سره سلا مشوره وکړه د اظطرارى حالت له اعلانولو نه صرفنظر وکړ.

دغه وزېر ووېل چې جمهوررئېس نه غواړى چې راتلونکېو انتخاباتو ته تاوان ورسېږى. د پاکستان د اساسى قانون سره سم جمهور رئېس کولى شى چې که هېواد ېې له داخلى او ېا خارجى خطر سره مخامخ وي اظطرارى حالت اعلان کړى.

اظطرارى حالت کې انتخابات ځنډېډلى شى او او دبېا ن په ازادى هم بندېز لگېدلى شى او خلک دمظاهرو کولو حقوق هم له لاسه ورکوى.

دا خبر د پاکستان د واکمن گوند د رئیس چوهدری شجاعت حسین له خوانه نن وروسته له هغه اعلان شو چی جنرال مشرف په دې باب د خپلو لوړ رتبه همکارانو سره خبري وکړې.

شجاعت حسین د مطبوعاتو هغه رپوټونه ‏«‎ بې اساسه»‎ وبلل چی ویل یې د پاکستان مشر دې ته اړ شوی دی چی اضطراري حالت اعلان کړی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر طارق عظیم ویلی و چی د اضطراري حالت په راوستو باندی له دې کبله بحثونه کیږی چی دده په قول ‏«‎ خارجي او داخلي گواښونه موجود دي.

‏» هغه وویل چی دا گواښونه، د افغانستان سره د پاکستان په سرحدي سیمه کی د امنیتي حالاتو د خرابیدو په وجه را پیدا شوی دي.

پاکستان که څه هم چی په دې سرحدي سیمه کی د طالبانو د طرفدارو یاغیانو سره جگړې ته دوام ورکوی، مگر امریکا فشار پر اچولی دی چی په دې برخه کی نور هم ډیر څه وکړی.

XS
SM
MD
LG