نن دریمه ورځ ده چې دپاکستان او افغانستان څه دپاسه دری سوه استازی په کابل کې خبری کوی.
د دغو خبرو هدف د گډی پولی په اوږدو کې د امنیت ښه کول او د دواړ خیزو اړیکو تقویه کول دی. د دغې غونډې استازو پرون د جمعی په ورځ وویل، په څلور ورځنی امن جرگه کې ډیر ټینگار په هغو خاصو موضوعاتو باندی وشو چې دغه دواړه ملکونه ورباندی اختلاف لری.
د کابل په ښارکې ټینگ امنیت نیول شویدی، په زرگونو عسکر لدی اندیښنی نه په ښارکې گزی کوی چې ښائې یاغی طالبان ددغې غونډی د گډو ډیدو کوښښ وکړی.
ډیر افغانان پدی هیله دی چې دغه غونډه به په دواړو هیوادونو کې د تاوتریخوالی په کمیدو کې مرسته وکړی.
توقع ده چې د پاکستان جمهور رئیس پرویزمشرف د یکشنبی په ورځ په اخرنی غونډه کې برخه واخلی. دوهمه غونډه په پاکستان کې جوړیږی چې نیټه به وروسته اعلان شی.
د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی د پنجشنبی په ورځ وویل، که پاکستان او افغانستان یوځای کاروکړی، کیدای شی چې د ننه په څو ورځوکې تروریزم له منځه یووړل شی.