د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې په مرگ ژوبلو کې شپږ تنه وژل شوېدي


په افغانستان کې دامرېکا پوځ وايي د سړک دغاړې په ېوه چاودنه کې داېتلاف درې تنه عسکر او ېو ترجمان دهېواد په ختېځو برخو کې نن دېکشنبى په ورځ وژل شوېدى.

داېتلاف ېو خبرلېک وايي چې داېتلاف قواوې د پاکستان له سرحد سره نېژدى په جگړه بوختې وې چې د سړک د غاړې بم پرې وچاودېده.

په ېوه بله پېښه کې د برتانېې د دفاع وزارت وايي چې ېو برتانوى عسکر دهېلمند په ولاېت کې د شنبى په ورځ ووژل شو.

له طالبانو سره په ېوه جگړه کې پنځه تنه عسکر سر سري شان زخمى شوېدى.

دناټو چارواکي وايى په نوروځاېونو کې ېو عسکر چې د نړېوالى سوله ساتونکې قوې سره ېې کاروه هغه وخت ووژل شو او ېو څو نور زخمېان شول چې دافغانستان په جنوب کې ېې د شنبى په ورځ په ېوه جگړه کې برخه واخېستله.

داېساف خبر لېک نن د ېکشنبى په ورځ وايي چې په همدغه پېښه کې ېوافغان هم زخمى شوېدى. د اېساف په نړېواله قوه کې د ٣٧ هېوادونو عسکر را ټو ل شوېدى خو هغوى د خپلو تلف شوو عسکرو هوېت ندى څرگند کړى.

اېساف داخبره دعسکرو خپلو هېوادونو ته پرېښې ده چې دهغوى هوېت څرگندوى او که نه.

په افغانستان کې دناټو اوامرېکا په مشرۍ داېتلاف ٥٠ زره عسکر له طالبانو سره په جگړه بوخت دى. دغه عسکر دافغانستان د بېا رغونى په پروژو کې هم مرسته کوى.

XS
SM
MD
LG