د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبى کورېا دوه ښځېنه ېرغملى نن ددوشنبى په ورځ آزادې کړى شوې


طالبانو د جنوبى کورېا د ٢١ ېرغملو له جملى نه نن ددوشنبى په ورځ دوه ښځېنه ېرغملى تقرېبا دېوې مېاشتى له بند نه وروسته خوشى کړې.

دغه دواړه ښځې د سره صلېب نړېوالى کومېټې ته ور تسلېم کړى شوې اوهغوى بېا د جنوبى کورېا چارواکېو ته دافغانستان په جنوب کې ورتسلېم کړې.

همدغى کومېټې د سر تېرو طالبانو او جنوبى کورېا د چارواکېو ترمنځ د خبرو منځگړتوب کاوه. ددواړه ښځېنه ېرغملوصحت ښه معلومېده.

که څه هم طالبانو وېلي وو چې هغوى سختې ناروغې دي. کله چې هغوى دواړه خوشى شوې نو د جنوبى کورېا د بهرنېو چارو وزارت بېا وروسته ډېر ژر له طالبانو سره دهغو پاتى نورو ١٩ ېرغملو دخوشى کولو غوښتنه وکړه.

دغه ناڅاپى کامېابى، وروسته له هغه نه منځته راغله چې د جنوبىکورېا چارواکېو د سره صلېب د استاځو په مرسته له طالبانو له تېرې ېوې اونې راهېسى نېغ په نېغه خبرې وکړې.

ېاغى طالبانو د جنوبى کورېا ٢٣ کسان د جولاى په ١٩ مه نېټه برمته کړل. هغوى د غزنى په ولاېت کې د بشرى مرستو دکولو لپاره په غزنى کې سفرکاوه.

طالبانو دوه نارېنه برمته ووژل او گواښ ېې کړى و چې که دافغانستان حکومت ددوى غوښتنى د زندانى طالبانو د خوشى کولو په برخه کې ونه منى نو، نور ېرغمل به هم ووژنى.

XS
SM
MD
LG