د لاس رسي وړ اتصالات

د تورې بوړې په عملېاتو کې پنځوس ېاغېان وژل شوېدي


د افغانستان په ختیځ کی د القاعده په خلاف د امریکا نظامي عملیات نن د پنجشنبى په ورځ دوام لری. امریکایي او افغان قواو نن هم په توره بوړه کی د القاعده په ځایونو باندی خپلو نظامي عملیاتو ته دوام ورکړ.

مامورین وایی چی ددې هوایی بمباریو او د مکنیو په سلهاوو عسکرو د حملو هدف یې د ننگرهار په ولایت کی د یاغیانو اډې او د روزني مرکزونه دي.

د تلفاتو په باب څه نه دي ویل شوي ، مگر د افغانستان مطبوعاتو ویلي دي چی پنځوس یاغیان وژل شوي دي.

افغان مامورین وایی چی ددغو عملېاتو په سبب لږ تر لږه سل کورنۍ له دغې سېمي نه تښتیدلي دي.

د ائتلاف او ناتو په قواو باندی دا انتقادونه کیږی چی په دې حملو کی په تصادفي توگه ملکي افغانان هم وژل کیږی، مگر د امریکا د اردو مامورین وایی چی په اوسنیو عملیاتو کی یې د دښمن خاص ځایونه په نښه کړي دي او د ملکیانو د وژلو نه ځان ساتي.

امریکایی چارواکو دا نه دي ویلي چی په دې عملیاتو کی د طالبانو یا القاعده لوړرتبه مشران هم وژل شوي دي که نه. ویل کیږی چی د یاغیانو مشران د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمو کی پټ دي.

د پاکستان ېو پوځى وېاند جنرال وحېد ارشد وايي د پاکستان حکومت دکرمې اېجنسى په قباېلى علاقه کې خپل عسکر نور هم ددې لپاره تقوېه کړېدى چې سرتېرى د تورې بوړې له سېمى نه پاکستان ته را وانه وړي.

د پاکستان محلىخلکو رپوټ ورکړېدى چې دوى په دې نېژدى ورځو کې دناټو جنگى الوتکى لېدلى دى چې په دغه سېمه ېې پروازونه کول.

د امرېکا اردو وايي دا اوسنى عملېات ددى لپاره کېږى چې ددښمن موضع گانى په نښه شى او دملکېانو د تلفاتو مخه ونېول شى.

داېتلاف پرقواو باندى دا انتقادونه شوېدى چې په تصادفى ډول ېې ډېر افغان ملکېان وژلى دى.

د تورې بوړې لېرې او غرنى سېمه دامرېکا قواو په ٢٠٠١ مېلادى کال کې هم هغه وخت بمبارى کړه چې د القاعده په مشر اسامه بن لادن پسى گرځېدل خو داسى وېل کېږ چې هغه له دغى حملى نه روغ پاتى شوى او تښتېدلى و.

XS
SM
MD
LG