د لاس رسي وړ اتصالات

د پیرو په زلزله کې تر ٣٣٠ نه زېات کسان وژل شوېدى


د پیرو پلازمینی ته لنډه سمندری سیمه یوی زوروی زلزلی ولړزوله. د دی زلزلی قوت او شدت د زلزله سنج په مېچ اوه عشاریه نهه درجې ښودل شوی دی او تر اوسه پوری د ٣٣٠ کسانو د مړینی او شپږسوه اتیا تنو ټپی کیدو خبر راغلی دی.

د کانال این د تلویزیونی خبرونو له مخی اولس تنه د لیما ښار په سویل کی د یوی کلیسا د نړیدو لامله مړه او اویا تنه ټپیان شول.

د امریکا د جیالوجستانو ټولنه وایی دغه زلزله چی د ځایی وخت په شل کم اوه بجی وشوه مرکز یی تر ځمکی ۴٠ کېلومتره لاندی د پیرو د لیما ښار جنوب ختیځ ته په ١۴٥ کلومتری کی پروت وو.

د لومړی زوروی ٧.٩ زلزلی نه وروسته د ٥.۴ او٥.٩ ټکانونه هم هم احساس شول.

په پلازمینی لیما کی هم د نړیدلو کورونو، تجارتی ودانیو او د بریښتا د ستنو د چپه کیدو خبرونه راغلی دی خو د مرگ ژوبلی خبر ندى راغلى.

د ښار تیلیفونی نظام له منځه تللی او د زلزلی نه سمدستی وروسته خلک په عمومی سړکونو باندى په منډو لیدل کیدل.

جمهور رئیس الن گارشیا د هیواد پولیسو ته د لېما په ښار کې د امن او امان د ساتلو لپاره امر کړیدی او یوی ورځی لپاره یی د ټولو ښوونځو د تړلو اعلان هم کړی دی.

د هیواد د ډاکټرانو ټولنی هم د زلزلی نه وروسته خپل ا عتصاب ختم کړ او په زلزله ځپلو سیمو کی یی په کار پېل کړی دی.

د رپوټونو له مخی د پیرو جنوبی ښارونه تر ټولو سخت زیانمن شوی دی. په ځینو ښارونو کې بریښنا هم نشته.

د هیواد یوه لاره چی دهېواد ختیځې او مرکزي برخې سره نښلوی هم د غرونو د ښوویدو لامله بنده شوېده. چارواکو ویلی دی چی د زلزلی په ترڅ کی یوه سمندری زلزله یا څونامی هم وشوه خو خراَبې یی ونکړه.

د څونامی د خبرداری اعلانونو کب نیوونکی د اوبو څخه د خپلو کشتیو ایستلو ته چمتو کړی وو.

په وروستی ځل په پیرو کی په ٢٠٠٥ کی د زلزله سنج په مېچ د ٧.٥ درجې زوره زلزله، د هغه هیواد په شمالی ځنگلونو کی وشوه.

په همدی ډول په ٢٠٠١ مېلادى کی هم د پیرو په جنوب کی بلې قوى زلزلی ٧١ تنه وژلي وو.

ددغې زلزلې د قوت او شدت اندازه د زلزله سنج په اېساب ٧.٩ درجې اټکل شوى و.

XS
SM
MD
LG