د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو او د جنوبى کورېا چارواکېو د ېرغملو په باب مذاکرات بېا پېل کړل


طالبانو او د جنوبى کورېا چارواکېو چې کوشش کوى هغه نولس پاتې برمته خوشى کړى، مذاکرات بېا له سره پېل کړل.

د جنوبى کورېا ١٩ کسان چې دخېرېه موسسى کارگران دى له ېوې مېاشتى راهېسى په افغانستان کې برمته دي.

د سره صلېب ېو چارواکى فرانک راشېنستېن وايي چې مذاکرات نن د سره صلېب په ېوه دفتر کې چې د غزنى په ولاېت کې دى پېل شول.

د دوشنبى په ورځ طالبانو دوه برمته شوې ښځى خوشى کړى او وې وېل چې داد دوى له خوانه د ښه نېت د څرگندولو ېو اقدام دى.

طآلبانو د جنوبى کورېا ٢٣ تنه چې دېوې خېرېه عېسوى موسسى ماموران دى د جولاى په ١٩ مه نېټ هغه وخت ونېول چې هغوى په غزنى کې سفرکاوه.

طالبانو د ٢٣ ېرغملو له جملى نه دوه نارېنه ېرغمل دتېرې مېاشتى په اخرو شپو ورځو کې هغه وخت ووژل چې دافغانستان حکومت د زندانى طالبانو د خوشى کولوپه بدل کې د هغوى غوښتنى ونه منلى.

XS
SM
MD
LG