د لاس رسي وړ اتصالات

اېران امرېکا يي پوهان په ضمانت خوشى کړل


اېران هغه امرېکا يي پوهان چې په تهران کې د مې دمېاشتى راهېسى بندېان ول په ضمانت خوشى کړل.

نن د سه شنبى په ورځ د اېران عدلي مقاماتو ووېل چې د هاله اسفندېارى په باب تحقېقات بشپړ شوېدى او له زندان نه هغه وخت خوشى شوه چې هغې دخپل ضمانت ٣٣٠ زره ډالره تادېه کړل.

دهغې خاوند شال بکهاش امرېکا غږ ته ووېل چې دى دهغې په خوشې کېدلو خوشاله دى . دغې عدلى منبع دکېان تاجبخش په باب چې له هاله اسفندېارى سره ېوځا ى نېول شوىو څه ونه وېل.

نوموړى د ښارى پلان جوړونې ماهر دى. اېران په دغو دوو امرېکاېې اېرانېانو باندى داتور لگولى دى چې د حکومت خلاف ېې دسېسى جوړولى.

واشنگټن داخبره رد کړېده چې هغوى په جاسوسى کې لتاړ دى اوپه دې خبره ېې خپله غوسه او خپگان څرگند کړېدى او داکار ېې له زندانېانو سره ناوړه سلوک بللى دى.

اسپندېارى په واشنگټن کې په ېوه څېړنېز مرکز کې د منځنى ختېځ د چارو ماهره ده. هغې ووېل چې کوشش ېې کاوه چې په اېران کې ېوه داسى شبکه جوړه کړى چې داېران په نظام کې داسى بدلونونه راولى چې ددېموکراسى د پرمختگ سبب سى او د ښځو د حقوقو په مراعت کولو کې هم انکشاف راشى.

دامرېکا د بهرنېو چارو د وزارت نطاق گانزالو گالېاس ووېل دهغوى دخوشى کېدلو خبر ښه زېرى دى خو اېران لاتراوسه پورې هم درى امرېکاېان په بند کې ساتلى دى په هغو کې ېو هم تاجبخش دى چې هېڅ ډول غلط کار ېې ندى کړى.

دوه نور اېرانېان ېو على شاکرى دى او بله خبرېاله پرناز عظېمه ده چې د امرېکا له خوانه تموېل شوې راډېو فردا کې کار کوى.

XS
SM
MD
LG