د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کی دافغانی غالیو یو لوی نندارتون پرانستل شو


د افغانی غالیو په لوی نندارتون کی چی د کابل سرینا په هوټل کی په لاره واچول شو دولتی مسولینو د غالیو سوداګرو ته وعده ورکړه چی له هیواد څخه بهر ته به د غالیو د صادریدلو زمینه برابره کړی.

دغه نندارتون چی د افغانستان صادراتو د پراختیا ملی اداری په نوښت او د المان د g t z موسسی په مالی مرسته او د نورو موسسو په همکاری جوړ شو، د امریکا د سوداګری وزیر کارلوس کوتریز هم پکی ګډون کړی وه.

د نندارتون په پیل کی د جمهور رییس مرستیال، احمد ضیا مسعود، په یو غونډه کی چی د غالیو کورنیو او بهرنیو سوداګرو پکی ګدون درلود وویل چي دولت حاضر دی چی د سوداګرو تولید شوی غالی بهرته ولیږدوی.

همدارنګه د امریکی د سوداګری وزیر کارلوس ګوتریز د افغانستان تولید شوی غالی د افغانستان د خلکو د هویت او فرهنګ یوه نښه وبلله او زیاته یی کړه چی همدا اوس په افغانستان کی په لس ګونو امریکایی کمپنی فعالیت کوی چی ۹ کمپنیو یی په دی نندارتون کی هم همکاری کړی.

د امریکی د سوداګری وزیر په داسی حال کی چی د افغانستان د سوداګرو د ملاتړ ژمڼه یی وکړه وویل چی امریکای سوداګر به افغانستان کی پانګی اچونی ته وهڅوی.

په دغه نندارتون کی څه نا څه ۲۰۰۰ تختی غالی چی ۲۴۰۰۰ متر مربع کیږی په بیلا بیلو اندازو او ډولونو د دری ورځو لپاره ننداری ته ایښودل شوی دی.

د کورنیو او بهرنیو سوداګرو په ګډون سره د داسی نندار تونونو جوړیدل د افغانستان د غالیو د تولید صنعت او نړیوال بازار ته د صادریدلو لپاره یو ګتور ګام بلل کیږی.

XS
SM
MD
LG