د لاس رسي وړ اتصالات

روسېه اېران له نړېوالى ټولنى سره په اټومى چارو کې همکارى ته هڅوي


دروسېې ېو معتبر چارواکى وايي روسېه له اېران سره همکارى کوى چې اټومى بټۍ ورته جوړه کړى، دا پخپله اېران دېته هم هڅوى چې له نړېوالى ټولنى سره همکارى وکړى.

دروسېې د اټومى اېنرژى ېوه چارواکي نېکولاى سپاسکي نن د سه شنبى په ورځ ووېل چې روسېه له اېران سره د بوشهر د اټومى بټى په جوړولو کې مرسته کوى.

او دا پخپله اېران دېته هڅوى چې د اټومى ټکنولوژى د نه خپرولو د تړون په چوکاټ کې دننه عمل وکړى او د ملگرو ملتونو داټومى اېنرژى د موسسى سره همکارى وکړى.

تهران دملگرو ملتونو دا ټومى اېنرژى له موسسى سره ددې لپاره خبرى کوى چې دهغوى هغه اندېښنى لېرى کړى چې داېران د اټومى پروگرام په باب ېې لرى.

دامرېکا حکومت او انډېوال هېوادونه ېې پراېران دا تور لگوى چې د اټومى وسلو د جوړولو کو شش کوى.

خو اېران داتورونه ردوى او وايي چې اټومى پروگرام ېې د سوله ئېزو مقاصدو لپاره جوړ کړېدى او غواړى چې اټومى اېنرژى تولېد کړى.

امرېکا روسېه دېته هڅوى چې له اېران سره دا ټومى بټېو د جوړولو په برخه کې همکارى بنده کړى. خو دروسېې چارواکى سپاسکي ووېل په روسېه باندى کوم نړېوال بندېز نشته چې له اېران سره د بوشهېر داټومى بټى په جوړولو کې همکار ى ونکړى.

د بوشهر اټومى بټى چې داېران په جنوب لوېدېځه برخه کې جوړېږى، کارونه له ټاکل شوي مهال وېش برابر ندى روان ځکه چې داېران او روسېې ترمنځ د پېسو د تادېه کولو په مسله باندى جنجال موجود دى.

XS
SM
MD
LG