د استرالیا پولیسو نن د دوشنبې په ورځ څلور تنه چې د اوبو اوهوا د ککړېدو پر ضد د انرژۍ د تولید یوې بټۍ ته ننوتلي او مظاهره یې کړې وه، نیولي دي. په دغو څلورو تنو کې یوه میرمن او درې نارینه شامل وو. هغو ې ځانونه د بټۍ په مهمو برخو پورې په ځنځېرونو باندې تړلي وو او د انرژۍ د تولېد مخه ېې نېوله . دغه څلور تنه سهار وختي د ویکتوریا ولایت تارالگون ښار ته څېرمه د گېپسلند لوی یانگ سټېشن ته ننوتل او د پنځو ساعتونو لپاره یې په سړه باراني هوا کې د انرژۍ تولید په ټپه ودراوه. دچاپېریال د ککړوالي پرضد د استرالیا د فعالینو ویانده، میشلي سټبز وایي چې ددې کار موخه د اپېک یا د آسیا پاسیفیک اقتصادي همکاریو د سازمان د مشرانو پام رااړول دي. ټاکل شوېده چې د دوشنبې په ورځ د استرالیا په سیډني په ښار کې سره راغونډ شي. مېشلي سټبز وايي : « موږ د اوبو او د ککړوالي پر ضد ریښتوني گامونه اوچتوو. نن مو یو ډېر کامیاب کار وکړ. موږ په دې بریالي شولو چې د لوی یانگ د سکرو د انرژۍ د بټۍ تولید نیمایي ته راټیټ کړو. دا یو ډول گټور کار دی چې د اپېک په شان یو ستر اقتصادي سازمان یې له کولو څخه عاجزه ښکاري.» د استرالیا سیډني ښار به په دې اوونۍ کې د اپېک سازمان د یوویشتو غړو هېوادونو د مشرانو کوربه وي. ددغې غونډې د جوړېدو لپاره په نوموړي ښار کې سخت امنیتي تدابیرنېول شوي دي. د غونډې د سیمې پر شاوخوا د پنځو مترو په لوړوالي یوه اوسپنیزه کټاره راچاپېره شویده چې د سوداگرۍ د مرکزي ساحې ډېره برخه یې هم په ځان کې را نغاړلې ده. د خلکو د تگ راتگ لپاره وړې لارې پرېښودل شوي خو د غونډې د برخه والو په رارسېدو سره به، دغه لارې هم د خلکو پر مخ وتړل شي. د ښار ډیری اوسېدونکي ددغو خنډونو پر وړاندې منفي غبرگون څرگندوى. یو تن ښاري روجر بېل وایي: « دغه ښکاره امنیتي تدابیر او د ښار د بڼې بدلول، په تېره بیا دا پنځه کیلومتره دېوال چې دوی د اپېک د برخه والو د ساتنې لپاره جوړ کړی دی، ټول یې د سیډ ني ښکلا ته زیان رسوي.» خو یوه بله ښاري ښځه بیا وایي چې دا خنډونه کومه اغېزه نه لري: « زه نه پوهېږم چې د اپېک په اړه څه غټه مسئله ده؟ دا چې خلک مظاهرې او داسې نور کارونه کوي؟ ما ته څه توپېر نلرى، ځکه پر ما کوم اغېزه نه کوي.» خو له دغو ټولو خنډونو او تدابیرو سره سره، بیا هم تمه کیږي چې د چهارشنبې او شنبې په ورځو به په استرالېا کې د اپېک د غونډې پر مهال، پراخې مظاهرې وشي. د څارونکو په وینا، ددغو زرهاوو مظاهره چیانو ستر هدف به، د استرالیا د لومړي وزېر ، جان هاورد او د امریکا د ولسمشر، جورج بوش ترمنځ د همکاریو پر تړون نیوکې وي.