د لاس رسي وړ اتصالات

دکندهار په جگړو کې ېوولس تنه طآلبان ووژل شول


د امرېکا پوځ ووېل دا جنگونه د سه شنبې په ورځ په قندهار کې هغه وخت وشول چه ېاغېانو په دوو بېلو بېلو ځاېونو کې د افغان او اېتلافی قواو په شرېکو گزمو باندی په ناڅاپی ډول د برېد کولو کوښښ وکړ. د امرېکا پوځ ووېل کله چه نښتی شروع شوې نو د دښمن په مرکزونو باندی د بمبارئ لپاره د هواېې قواو نه مرسته وغوښتل شوه.

همدا راز د امرېکا پوځ اعلان وکړ چه په غزنی کې هم افغان او اېتلافی قواو نن دوخته د طالبانو سره سخت جنگ وکړ، او څو کسه سرتېری ېې پکې ووژل. د سه شنبی په ورځ د افغانستان حکومتی مامورانو دا ادعا هم کړی وه، چې افغان قواو د ملا متېن په نوم د طالبانو هغه مهم قوماندان وواژه چه سږکال د جولاېې په مېاشت کې ېې په غزنی کې د جنو بى کورېا ددروېشتو عسېوی رضاکارانو په تښتولو کې لاس درلود. مگر طالبانو لا تراوسه پوری د خپل دغه قوماندان د وژلو خبره نه ده تاېېد کړی.

XS
SM
MD
LG