د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکل شوېده چې نواز شرېف پاکستان ته سفر وکړى


د سعودی عربستان د خبر رسولو رسمی اژانس د سه شنبې په ورځ د دغه هېواد دېوه حکومتی مقام له قوله رپوټ ورکړ چې ښاغلی شرېف باېد په خپل هغه قول وفا وکړی چه په کال دوه زره مېلادی کې ېې په سعودی عربستان کې د خپلی جلاوطنئ په وخت کې د سعودی د حکومت سره کړی وه او هغه دا ؤ چه دې به د لسو کلونو پوری په سېاست کې برخه نه اخلي. خو د ښاغلي نواز شرېف د مسلم لېگ گوند ېو شمېر غړېو په اسلام اباد کې خبرېالانو ته ووېل چه نوموړی به د سپټمبر په لسمه نېټه پاکستان ته راشی. نواز شرېف چه دوه دورې لومړى وزېر ؤ، کېدې شی چه د پاکستان حکومت ېې د رشوت او اختلاس په تور ونېسی.

په عېن وخت کې، د پاکستان د پېپلز گوند ېو وېاند واېې پخوانئ لومړۍ وزېرې بېنظېر بوټو د پاکستان د جمهور رېس پروېز مشرف سره د قدرت د احتمالی وېش لپاره په خبرو کې ېو څه پرمختگ کړی دی. دواړو خواو د سه شنبې په ورځ په دوبئ کې خپل مذاکرات بېا شروع کړل. تېره هفته ښاغلي مشرف ژمنه وکړه چه د انتخاباتو نه مخکی به د پوځ د لوی درستېز مقام خوشی کړی. دا ېو د هغو شرطونو نه دی چه بېنظېر بوټو پری لگولی دی، خو بېا لږ وروسته ېې له خپلې خبرې نه انکار وکړ.

XS
SM
MD
LG