د لاس رسي وړ اتصالات

المانى چارواکي د پاتو لسو ‏‏‎ترورستانو‏ پسى   گرځي


د چارشنبې په ورځ المالني څارنوالانو و ویل چې هغه درې اسلامي توندلاري یې نیولي چې د امریکایانو څخه یې د سخت نفرت په اساس په المان کې په بمونو باندې دامرېکا يي ځاېونو د الوځولو پلان جوړکړی و. هغو زیاته کړه چې دغه درې کسان چې یو یې ترکې نژاده المانی او دوه مسلمان شوي المانېان دي له ٧٠٠ کیلو هایډروجن پروکسایډ کمیاوي موادو سره نیول شوی دي، له دغو موادو څخه د یو زوره ور بم په جوړ ولو کې کار اخیستل کیدلى شو. څارنوالې مونیکا هارمز بې له دې چې د کوم خاص ځای نوم واخلي و ویل چې دغو اسلامي توندلارو داسې ځایونه په نښه کړي وو چې هلته امریکایان زیات تلل راتلل، لکه بارونه، ډسکو کلبونه، او هواي ډگرونه. هغې و ویل: ‎د دغو ځایونو په مخ کې به له بمونو ډک موټرونه چول شوي ول او گڼ شمېر خلک به وژل شوي او ټپي شوي ول‏.‎ د المان لومړۍ وزېرې انگیلا مرکل الماني پولیس د دغې دسیسې په شنډ ولو ستایل. هغې ووېل ‎دا زمونږ د پولیسو لوېه کامېابي ده چې دغه دسیسه یې مخ کې له دې شنډه کړه چې په یوه داسې ناورین بدله شي چې په خوله نه بیانیږي‏. دا یوستر برى دى. دغه درې کسان چې دترهگرۍ په شک نیول شوي په هیلیکوپتر کې د کارل سروهي ښار ته راوړل شول او دتحقېق لپاره لپاره یوې محکمې ته وړاندې کړای شول. دوی له هغه وخت راهیسي څارل کېدل چې د کال ٢٠٠٦م په اخیر کې له فرانکفورټ سره نږدې په هناو کې دیوې امریکایی پوځي قرارگاه په هکله مالومات اخیستل. ویل کیږي چې درې سره کسان په پاکستان کې له القایده سره تړلې د اسلامي جهاد نومي ډلې په کمپونو کې روزل شوي وو. چارواکو و ویل چې دوی بېروزگاره و، د دولت له لوري یې د خیرات په پیسو ورځې او شپې سبا کولې او لوی مسلک یې هم ددغه راز دسیسې جوړ ول وو. دوه کسان په خپل کور کې ځای په ځای و نیول شول او درېیم کس چې د تشناب تر کیړکۍ دباندې و ووت ٣٠٠ میتره لرې ونیول شو. چارواکي وای اوس دوی په هغو لسو نورو کسانو پسې گرځي چې ویل کیږي په دغه دسیسه کې لاس لري. د امریکا د کورني امنیت وزیر مایکل چرټا ف و ویل دا پېښه ثابتوي چې القایده د لویدیځ خلاف خپلې جگړې ته دوام ورکوي. دى واېې ‎دا د هغه حقیقت یوه زړه دردونکی خاطره ده چې د سپتمبر یوولسمې د پیښې نه شپږ کاله وروسته هم القایده او د هغو پلویان د لویدیځ خلاف جگړې ته هم هغسې دوام ورکوي‏. د امریکا د باندنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند ټام کېسي و ویل مونږ له المان سره نېژدې همکاري کوو، خو دا دهغو د قانون نافذ ولو ادارو خپل کار و. او دا یو داسې کار و چې مونږ ورباندې ډېر خوشاله یو. او په دې لړ کې مونږ د هغوی منندوی یو‏.‎ الماني او امریکايي چارواکو د دغه رنگه بریدونو خبرداری ورکړی او امنیت ټینگ کړای شوی دی. ‎

XS
SM
MD
LG