د لاس رسي وړ اتصالات

نن د پنجشنبى په ورځ په اندونېزېا کې بله قوى زلزله شوېده


د اندونېزېا چارواکېو د سمندرى توپان په برخه کې خپل څلورم خبردارى له هغه نه وورسته بېرته اخېستى دى چې په تېرو څلور وېشت ساعتونو کې ېوه بله قوي زلزله هم وشوه.

چارواکي وايي دا تازه زلزله د قوت او شدت له پلوه شپږ اعشارېه څلور درجې اندازه شوېده. دغه زلزله نن د سولا وېسى په ټاپو کې چې د اندونېزېا په ختېځ کې پروت دى وشوه.

د امرېکا غږ خبرېالې نانسى امېلېا کالېنز له جاگارتا نه نو رتفصېل رالېږلى دى. رپوټ وايي داندو نېزېا د سوماتراپه ټاپو کې د چارشنبى په شپه او نن د زلزلې د قوي ټکانونو په سبب تر اوسه پورې لږ تر لږه اته کسان وژل شوېدى او څو نور زخمېان دى.

د زلزې ددغو ټکانونو په سبب ودانى نړېدلې دي او د سمندرى توپان په باب د حکومت له خوانه خبرداري هم خپاره سوېدى.

د زلزلې اول ټکان د چارشنبې په ورځ د بېنگ کولو ښار ته نېژدې، د زلزله سنج په اندازه باندى اته اعشارېه څلور سنجول شوى و.

رپوټ وايي چې دا زلزله سږکل په نړۍ کې تراوسه پورې تر ټولو قوي زلزله گڼل سوېده.

د اندونېزېا د حکومت او نړېوالو عاجلو مرستو درسولو د ادارو ډلگي ددې لپاره د سوماترا ټاپو ته ځى چې هلته له نېژدې نه د د زلزلې خساره وگوري او د خلکو سره د مرستى لپاره دهغوى سملاسى اړتېاوې ځانته معلومې کړى.

د اندونېزېا د ملى فاجعو اوغمېزو دادارې مشر ساټرېسنو وايي: د حکومت د گڼو ادارو او وزارتونو استازي هلته رسېدلي دى. ساټرېسنو وايي هغوى به هلته د والي له مرستېال سره ددى لپاره مجلس وکړى او په چټکۍ سره به د خلکو د ضرورتونو او خسارو اندازه معلومه کړى. خو په عېن حآل کې موږ د خېرېه خوراکى موادو په ټولونه بوخت ېو. په دې کې خوراکى شېان، دوا او نورې اړتېاوې شاملى دى او موږ به دا شېان په خاصو الوتکېو کې هلته ولېږو.

د مرسي کارپ دنړېوالې خېرېه موسسى مشر کرېگ رېډمن وايي دده ډلې رپوټ ورکړېدى چې هلته په کافى اندازه خرابى شوېده. ډېر کورونه وران شوېدي.

نو په دې سبب هلته د سر پناه او داسى نورو شېانو لپاره ضرورت دى. اوس زموږ هېئت هلته دى او دا گوري چې موږ په څه ډول له ځاېې چارواکېو سره دمرستو په رسولو کې په گډه کار کولى شو.

په ٢٠٠۴ مېلادى کال کې د ډېسېمبر په مېاشت کې هم نهه اعشارېه ېو ې درجې قوې زلزلى د اندونېزېا د اچې ولاېت سخت ځپلى و.

د امرېکا جېو لوژېکى سروې رپوټ ورکوى چې په هغه زلزله کې چې په څو هېوادونو کې ېې زېان اړولى و تر ٢٨٣ زرو نه زېات کسان مړه شوي ول.

په دغه شمېر کې له نېمايى نه زېات کسان داندونېزېا په اچې کې مړه شوي ول .

XS
SM
MD
LG