د لاس رسي وړ اتصالات

دبنگله دېش د مرستو ېو مامور په افغانستان کې برمته شوېدى


افغان چارواکي وايي نامعلومو کسانو د بنگله دېش د خېرېه مرستو ېو مامور د کابل جنوبى خواته تښتولى دى. چارواکېو نن دېکشنبى په ورځ ووېل چې دا سړى د شنبى په ورځ په لوگر کې له خپل دفتر نه تښتول شوېدى.

هلته هغه د بنگله دېش د کلېوالى انکشاف د کومېټې لپاره کارکاوه. دامعلومه نده چې د هغه تښتوونکى ېاغي طالبان، او که جناېتکاران دى چې دهغه د خوشې کولو په بدل کې بونگه غواړى او که نورې وسله والې ډلگۍ دي.

ېاغي طالبانو سږکال د برمته کولو کار ته زور ورکړېدى. څه موده مخکې ېې ٢٣ تنه کورېاېان د جولاى په مېاشت کې برمته کړي ول.

دهغو له جملى نه ېې دوه برمته ووژل او پاتې نور ېې بالاخره خوشى کړل. ېاغېانو تراوسه پورې هم هغه جرمنى برمته له ځان سره بندي ساتلى دى چې د د جولاى په مېاشت کې ېې نېولى و.

روډالف بلېخشمېت دهغو دوه جرمني انجنېرانو له جملى نه ېوتن دى چې له پنځو افغانانو سره دافغانستان په مرکزي ولاېت کې ونېول شو.

هغه بل جرمنى ېاغېانو هغه وخت ووېشت چې په هغه باندى د ساه بندېدلو په نتېجه کې بېهوشى راغلى وه.

XS
SM
MD
LG