د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو قواو دافغانستان دهېلمند په ولاېت کې نوې تهاجمى حمله پېل کړېده


د برتانېې په مشرۍ دناټو قواو دافغانستان دهېلمند په ولاېت کې نوې تهاجمى حمله ددې لپاره پېل کړېده چې د غه سېمه د طالبانو له جنگېالېو نه پاکه کړى.

په دغه سېمه کې سږکال سختې جگړې وشوې. د ناټو نطاق جگړن چارلز انټونى نن د چارشنبى په ورځ ووېل چې په نوې حمله کې د ناټو او افغانستان دوه زرو او پنځو سوو عسکرو برخه اخېستى ده.

د ناټو د قواو هدف دادى چې د بر گرېشک په سېمه کې عملېات وکړى او حکومت بېرته په پښو ودروي.

په هېلمند کې دافغانستان له نورو سېمونه زېات اپېن تولېد کېږى. دناټو تهاجمى برېد وروسته له هغه نه کېږى چې ېاغي طآلبانو وېلى وو چې دوى به د روژې په مبارکه مېاشت کې پر افغان او نړېوالو قواو باندى خپلې حملى زېاتې کړي.

نن دوخته په ېوه ځان مرگي برېد کې په هېلمند کې اته پولېسان هغه وخت زخمى شول چې گزمه ېې کوله.

د هېلمند امنېه قوماندان وايي درې پولېسانو ښه کارى زخمونه خوړلى دي. دغه ځان وژونکې چاودنه د هېلمند ولاېت د گرمسېر په ولسوالى کې وشوه. همدارنگه نن طالبانو ووېل چې دوى درې افغان امنېتى ماموران په زابل کې وژلى دى.

هغوى په دغه ولاېت کې د بېارغونى د ېوې پروژې ساتنه کوله. په ېو بل انکشاف کې دافغانستان ددفاع وزارت وايي افغان قواو درى سرتېرى د سه شنبى په ورځ دوردگوپه ولاېت کې وژلى دى.

په نورو جگړو کې د زابل په ولاېت کې دناټو او طالبانو ترمنځ جگړه کې ېوه ښځه وژل شوې او دوه تنه نور ملکېان زخمېان شول.

نور تفصېلات دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزي خبردارى ورکړېدى چې مخکى تردې چې په افغا نستان کې امن راشى که خارجى قواوې له افغانستان نه ووزي نو گډوډي به منځ ته راشى او دده ملت بېرته د گډوډۍ او بد امنۍ ناوړه حالت ته ور گرځېدلى شى او د ترهگرانو لپاره به په خوندى ځاى بدلېدلى شى.

ښاغلى کرزى په هغه مرکه کې چې پرون د سه شنبى په ورځ د کاناډا په گلوب اېنډ مېل نومې ورځپاڼه کې خپره شوه دکاناډاله حکومت نه وغوښتل چې په افغانستان کې خپل مامورېت تجدېد کړى.

دکاناډا د عسکرو دمامورېت د صلاحېت اوسنى دوره د ٢٠٠٩ مېلادى کال په اولو وختونو کې پاېته رسېږى.

ښاغلى کرزي ووېل په افغانستان کې دکاناډا د عسکرو حضور ته تر هغه وخت پورې ضرورت دى چې افغانستان ددې جوگه شى چې په خپله له ځان نه دفاع وکړى شى.

هغه ووېل چې داکار په راتلونکېو دوو کلونو کې نشى کېدلى.

XS
SM
MD
LG