د لاس رسي وړ اتصالات

د گډو گټو اداره پروېز مشرف دېته هڅوى چې د پوځ نه استعفې وکړى


د گډو گټو ادارې مشر د پاکستان جمهور رئېس جنرال پروېز مشرف دېته هڅوى چې په خپله وعده وفا وکړى او د پوځ د لوى د رستېز په حېث استعفى وکړى.

د دغى ادارې عمومى منشى ډان مکنېنن اوس په پاکستان کې دې او له جنرال مشرف، لومړى وزېر شوکت عزېز او د پاکستان له خارجه وزېر خورشېد قصورى سره ېې ملاقات وکړ.

د گډو گټو دادارې خبر لېک وايي چې مکنېنن د جنرال مشرف خلاف دمختلفو ډلو متحد کېدلو مسله بېا تکرار کړه چې دهغه د دوه نقشونو او چوکېو خلاف را ټول شوېدى.

د پاکستان د حکومت ېو قانونى وکېل شرېف الدېن پېر زاده د سه شنبى په ورځ د پاکستان سترې محکمى ته ووېل چې جنرال مشرف به د پوځ دمشر په حېث له خپلې وظېفى نه استعفى وکړى خو که چېرې د ى د جمهورى رېاست د دوېمى دورى لپاره بېا انتخاب شى.

انتخابات به د اکتوبر د مېاشتى په نېمايى کى سرته ورسېږى.

XS
SM
MD
LG