د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د جمهوري ریاست انتخاباتوته د اکتوبر شپږمه نېټه ټاکل شوېده


پاکستان وایی چی په ملک کی به د جمهوري ریاست انتخابات د اکتوبر په شپږمه وشی، که څه هم چی جمهور رئیس پرویز مشرف د خپلو دوو چوکیو درلودلو له کبله چی هم جمهور رئیس او هم د نظامي قواو عمومي قوماندان دی، د ستری محکمې له خوا د خبر داریو سره مخامخ دی.

د پاکستان د انتخاباتو مامورینو نن د انتخاباتو نیټه وټاکله او ویلي یې دی چی د نومونو د ټاکلو پاڼي باید چی په یوه هفته کی دننه یعنی د سیپټامبر تر ٢٧ مي پوری ور وسپارل شی.

جنرال مشرف چی په ١٩٩٩ کال کی یې په یوه سپینه کودتا کی قدرت ونیو دې ته ملا تړلې ده چی دا انتخابات دی وشی.

د جنرال مشرف یوه مدافع وکیل په دې هفته کی د هغه له قوله وویل چی که دی بیا د جمهور رئیس په توگه انتخاب شی نو د پوځ د مشري نه به لاس واخلی.

مخالف سیاستمداران کوشش کوی چی د هغه دا پلان کار ونه کړی او گواښ یې کړی چی که هغه په نظامي جامه کی بیا انتخاباتو ته ودریږی نو د شوراگانو نه به ووځی.

د پاکستان جمهوررئیس د ملی او ولایتي شوراگانو له خوا نه انتخابیږی، د ټولو خلکو په رایگیري کی نه انتخابېږي.

XS
SM
MD
LG