په یوه اسلامي ویب سایټ کی ویل شوي دي چی د القاعده د مشر اسامه بن لادن یوه نوې ویډیو به ډېره ژر خپره شی او په هغې کی به د پاکستان د جمهور رئیس پرویز مشرف او د پوځ په مقابل کی د جگړې اعلان وشی.
په دې خبر کی دا نه دی راغلی چی بن لادن به خپله هم په ویډیو کی ښکاره شی یا دا چی د هغه پیغام به د آواز په فیته کی ثبت شوی وی.
یو څو ساعته مخکی القاعده د بن لادن د مرستیال ( ایمان الظواهری) له خوا یوه نوې ویډیو خپره کړه او په هغې کی د جولای په میاشت کی په اسلامي یاغیانو باندی د پاکستان د پوځي قواو حمله چی په اسلام آباد کی یې په لال مسجد باندی وکړه غندل شوې ده.
ظواهری په دې ویډیو کی د یاغیانو مشر( عبدالرشید غازي ) ته چی په دې حمله کی ووژل شو، احترام او درناوي څرگند کړې او د غچ اخیستو غوښتنه یې کړې ده.