د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د افراطیانو په حمله کې دری تنه وژل شویدی


د پاکستان ماموران وائې، دطالبانو طرفدار افراطیانو د افغانستان سرحدسره نژدی په شمال لویدیځ ښارگوټې باندی دتوغندیو او هاوانو ډزی کړیدی چې یوعسکراو دوه ښځی پکې وژل شویدی.

مامورانو نن دشنبی په ورځ وویل، بیگاه د باجوړ په قبائلی سیمه کې د یوی نظامی پوستی په شمول دښارگوټی په بیلابیلو سمیوکې د هاوانو گولې لگیدلی وی.

دوی وائې، په دغه حمله کې دوه تنه ملیشه اوشپږتنه ملکیان زخمیان شویدی. ماموران وائې، نن په یوه بله حمله کې چې ځانمرگی دچاودیدونکو موادونه ډک خپل موټر دشمال لویدیځ ښارگوټی ‏(‎ټانک ‏)‎ ته نژدی دیو عسکری کتارسره وجنگاوه چې بریدکونکی پکې پخپله ووژل شوی او لږترلږه یوتن ئې زخمی کړ.

د جولای په میاشت کې دحکومت اوطالب پلوه افراطیانو ترمنځ دسولی موافقه ماته شوه او دهغې نه راپدی خوا د افغانستان دسرحد سره نژدی په تاوتریخوالی کې زیاتوالی راغلی دی او دپاکستان حکومت کوښښ کوی چې دغه تاوتریخوالی غلې کړی.

XS
SM
MD
LG