د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د زهرجنو الکهول نه د مړه شوو کسانو شمیر ۴٠ تنو ته ورجگ شوید


نن دشنبی په ورځ د پاکستان پولیسانو رپوټ ورکړ چې په بندری ښار کراچی کې د زهرجنو الکهولونه دمړه شوو کسانو شمیر ۴٠ تنو ته ورجگ شویدی.

په محلی روغتونوکې هغه کسان لاتر اوسه بستری دی چې د پنجشنبی په ورځ ئې زهرجن الکهول خوړلی و.

د پاکستان په اسلامی ملک کې شراب منع دی خوبیا هم څو د کانونوته اجازه شته دی چې په غیر مسلمانانو باندی شراب خرڅ کړی.

مگر ځینی مسلمانان هم شراب خوری. دوی شراب له تور بازارنه رانیسی چې له خارج نه په قاچاق راوړل کیږی یاپه کورکې جوړیږی چې ځینی وخت بیا زهرجن کیږی هم.

پولیسان وائې، دوی هغه کسان نیولی دی چې په غیر قانونی توگه ئې شراب جوړول او په خلکوباندی ئې خرڅول.

تیرکال د ملتان په ښارکې د زهرجنو الکهولو دخوړلونه لږترلږه دولس تنه مړه شوی وو.

XS
SM
MD
LG