د لاس رسي وړ اتصالات

احمدى نژاد په ملگرو ملتونو کې د اېران نظر نړۍ لېد څرگندوي


د اېران جمهوررئېس آحمدى نژاد له تهران نه امرېکا ته راروان شوېدى. دى وايي غواړى چې د نړۍ د ستونزو د اوارولو لپاره داېران نظرېات وړاندې کړى.

د ټاکلى وخت سره سم به آحمدى نژاد نن نېوېارک ته راورسېږى. نوموړى به ددوشنبى په ورځ د کولمبېا په پوهنتون کې په ېوه غونډه کې د ازاد بحث لپاره برخه واخلى.

ټاکل شوېده چې احمدى نژاد دسه شنبى په ورځ د ملگرو ملتونو په عمومى غونډه کې هم خبرې وکړى. په تېرو دوو کلونو کې هغه هرځل امرېکا ته ددې لپاره راځى چې دملگرو ملتونو په غونډه کې برخه واخلي.

دامرېکا له سفر نه مخکې ښاغلي احمدى نژاد خبرېالانو ته ووېل دې دېته سترگې په لاردى چې امرېکا ېانوته د اېران نظرېات د نړۍ د ستونزو د حل کولو لپاره وړاندې کړى.

هغه ووېل امرېکا ېانو ته دا حق ندى ورکړل شوى چې دنورو خلکو غږ واوري. داېران جمهور رئېس آحمدي نژاد غوښتل چې په نېوېارک کې په هغه ځاې کې د گلونو گېډۍ کېږدى چې په ٢٠٠١ مېلادى کې د سېپتمبر په ېوولسمه نېټه پکې د ترهگرۍ برېدونه شوي ول.

خو ځايي چارواکېو د هغه دغه غوښتنه ونه منله. له کوم وخت راهېسى چې ښاغلى احمدى نژاد د جمهوري رېاست چوکۍ ته رسېدلى دى له هماغه وخت راهېسى ېې له اړپېچ نه ډکې خبرې کړېدى.

په دې خبرو کې د ېهودانو د قتل عام خبره هم شامله ده او دى فکر کوى چې د ېهودانو عامه وژنه په هغه اندازه نه وه په کومه چې ښودل کېږى.

په هغه عامه وژنه کې چې په دوېمه نړېواله جگړه کې پېښه شوه، د اټکل له مخى شپږملېونه ېهودان وژ ل شوي ول.

ښاغلي احمدي نژاد دا غږ هم کړېدى چې د ېهودانو دولت دې د دنېا له نقشې نه محوکړى شى.

له بل پلوه داېران جمهوررئېس په دې ټېنگار کوى چې اېران داټومى پروگرام د انکشاف حق لرى او دى وايي چې دا پروگرام د سوله ئېو مقاصدو لپاره جوړېږى.

XS
SM
MD
LG