د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو په ختیځو برخو کی د څلور تنود وژل کیدو پلټنی کوی


په افغانستان کې د ناټو په مشرئ قواوی په دی باب پلټنی کوی چی دا معلومه کړى چې هغه څلور تنه چې دوى د شنبی په ورځ وژلی وو هغوی یاغي طالبان، ملکېان او که پولېسان دى.

په ابتدایی راپورونو کی راغلی وو چی د هوایی برید په نتیجه کی پولیس یا د سړک د جوړونکی اداری وسله وال محافظین په گولېو لگیدلی دی.

د ایساف قواوی وایی چی د ناټو او افغانستان عسکرو له دوی نه هغه وخت د هواېې مرستې غوښتنه وکړه چی د کونړ د سرکاڼو په ولسوالئ کی یاغیانو پری د راکټ ډزې وکړې.

XS
SM
MD
LG