د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرو ملتونو د افغانستان په باب دمرستو ژمنه بېا تصدېق کړه


په نیویارک کی د ملگرو ملتونو په ودانیو کی دېکشنبى په ورځ د اتلسو ملکونو استازی راغونډ شوی ول او په افغانستان کی ېې د بیا رغونې، ثبات او سوکالۍ دکارونو په برخه کې خپلې ژمنى بېا تجدېد او تصدېق کړې.

د دی غونډی مشری د افغانستان جمهور ریس حامد کرزى او د ملگرو ملتونو عمومی منشی بان کی مون کوله او له درې ساعته مجلس نه وروسته ېې ېوه گډه اعلامېه خپره کړه او په هغې کې ېې د افغانستان لپاره په خپل ملاتړ ټېنگار وکړ.

د غونډې گډون کوونکېو د ښاغلى کرزي پر حکومت غږ وکړ چې د افغانستان دانکشاف او امنېت د ښه کولو په برخه کې زېات مسوولېت ته اوږه ورکړى.

په غونډه کی اول د افغانستان امنیتی ستونزې، دولتی چاری، اقتصادی حالت او د ټولنیزی پرمختیا چاری و څیړل سوې.

پردې سر بېره هغوى په افغانستان کې د کوکنارو د کرلو د پراختېا او هېروئېنو د تولېد په برخه کې خپلې اندېښنى څرگندى کړې.

د هېروئېنو تولېد په افغانستان کې د ترهگرۍ عملېاتو ته مالى مرسته برابروي. د ملگروملتونو سر منشى بان کېمان چې له ښاغلى کرزى سره ددغې غونډې کوربه و په غونډه کې ېې ووېل چې ملگري ملتونه به په هره اندازه چې امنېتى شراېط اجازه ورکړى په افغانستان کې خپل فعالېتونه زېات کړى.

د امرېکا د بهرنېو چارو وزېرې کانډو لېزا راېس د اېران د بهرنېو چارو له وېز منوچهر متکي سره د بندو دروازو تر شا مجلس وکړ.

ېو له هغو فرصتونو نه چې ډېر نه تکرارېږى داده چې د امرېکا استاځي او د تهران استاځى په دغه نړېوال مجلس کې گډ نقش لرى.

د ېکشنبى د ورځى دا مجلس دملگرو ملتونو د عمومى اسامبلې له غونډې نه مخکى سرته ورسېده. د جمعى په ورځ د افغانستان لپاره د ملگرو ملتنو استاځى ټام کونېگز په غړېو هېوادونو باندى غږ وکړ چې د افغانستان لپاره د مرستو په برخه کې په خلاص مټ وعدې وکړې په تېره بېا د امنېت د پرمختگ او ښه کولو په برخه کې.

د ملگرو ملتو د امنیت شورا په دې نېژدې وخت کې افغانستان کی د ناټو په مشرئ د قواو دوره د یو بل کال دپاره هم تمدید کړه.

په افغانستان کی تقرېبا ٥٠ زره خارجی عسکر وظیفه تر سره کوی. په دې کې دناټو دنړېوال امنېت ېا اېساف قوه اود امرېکا قواوې هم شاملې دي.

XS
SM
MD
LG