د لاس رسي وړ اتصالات

عراق د بلک واټر کمپنى په باب له اقدام نه مخکى د تحقېقاتو نتېجى ته انتظار کوى


عراق وايى دوى به دهغو تحقېقاتو نتېجى ته انتظار وکړى چې ېوولسو ملکى عراقېانو دوژلو په با ب کېږى او ترهغې وروسته به اقدام وکړى.

په دغو وژنوکې دامرېکا د بلک واټر په نامه کمپنى لتاړه ده. د حکومت نطاق على الدباغ په ېوه خبر لېک کې نن ددوشنبى په ورځ په نېوېارک کې ووېل چې حکومت به لازم قانونى اقدامات هغه وخت وکړى چې ددغې پېښې تحقېقات بشپړ شى.

دعراق چارواکى د بلک واټر کمپنۍ په ساتونکېو باندى دا تور لگوى چې د سپتمبر په شپاړسمه نېټه ېې ېوولس عراقېان ملکى دبغداد پر ېوه سړ ک باندې وژلى دى.

د بلک واټر کمپنۍ وايي چې ددوى ساتونکېو په قانونى ډول دهغې حملې په ځواب کې اقدام کړېدى چې ددوى په دېپلوماتېک کاروان باندى شوې وه.

د بلک واټر کمپنۍ په عراق کې دامرېکا ددېپلوماتانو دامنېت مسوولېت په غاړه لرى. بل پلو په عراق کې د مرگ ژوبلې په تازه پېښو کې د ېوه ځان وژونکى د موټر بم په برېد کې لږتر لږه شپږ کسان ووژل شول او اولس کسان په ېوه بله حمله کې ووژل شول.

دا وروستى حمله د عراق پرامنېتى پوستى باندې چې د تل عفار په ښار کې شرته ده شوې وه.

XS
SM
MD
LG