د لاس رسي وړ اتصالات

د برما عسکرو د دېموکراسئ په طرفدارانو باندی ډزې وکړی


عېنی شاهدان واېې چه د برما عسکرو په رنگون کې د دېموکراسئ په طرفدارانو باندی نن هغه وخت ډزې وکړی چه د حکومت له خوا ېې په مظاهرو باندی دبندېز لگېدو سره سره مظاهره کوله.

دعېنی شاهدانو په وېنا ېو شمېر خلک په دغو ډزو کې زخمېان شول عسکرو او ضربتی پولېسو په مظاهره کونکو باندی اوښکې بهونکې گاز استعمال کړل او د بوداېې راهبانو ېوه ډله ېې چه د پېو گاډن او سولې په نامه د بوداېانو د دووو مقدسو معبدونوپه مخکی راټول شوی وو په کوتکونو ووهله.

رپوټ وايي پولېسو د بوداېې راهبانو په شمول سل تنه مظاهره چېان ونېول. عېنی شاهدان واېې چه تقرېبا لس زره خلک نن په رنگون کې د مارش لپاره راټول شوی وو او د امنېتی قواو اوامر ېې مات کړل.

مظاهره کوونکو د برما د پنځه څلوېښت کلن مستبد او ظالم نظامی حکومت په خلاف شعارونه ورکول. د بوداېې راهبانو دا اعتراضی غونډې او مظاهری تېره مېاشت د سونگ د موادو اوتېلو د لوړې بېی په خلاف شروع شوی.

مگر په څو تېرو هفتو کې ورسره په لس هاو زره عام خلک هم په پاېتخت رنگون او د مېنډالې ښار سړکونو او کوڅو ته راوتلی دی او مظاهری ېې دوام لری.

د نو لس سوه اته اتېا مېلادی کال نه وروسته تراوسه پوری دا د دېموکرسئ په طرفدارئ تر ټولو غټی مظاهری بلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG