د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان او شمالی کورېا اختلافات او د شمالی کورېا د اتومی پروگرام لپاره د شپږو ملکونو خبری


شمالی کورېا سره د اتومی پروگرام په باب د شپږو ملکونو په مذاکراتو کې د امرېکا لوړ رتبه استازې کرستافر هېل واېې تر څو چه جاپان او شمالی کورېا خپل اختلافات حل نه کړی، نو شاېد چه د شمالی کورېا د اتومی پروگرام لپاره د شپږو ملکونو خبری نتېجه ورنه کړی.

ښاغلي هېل نن په توکېو کې ووېل د اتومی پروگرام په باب د خبرو د کامېابئ لپاره د هغو جاپانېانو سرنوشت معلومول ډېر اهمېت لری چه څوکاله پخوا د شمالی کورېا له خوا تښتول شوی وو.

شمالی کورېا اعتراف کوی چه د کال نورلس سوه اوېا مېلادی او نور لس سوه اتېا مېلادی په لسېزو کې ېې ېو شمېر جاپانېان تښتولی وو چه ددی جملی نه ېې په کال دوه زره دوه مېلادی کې پنځه کسان خوشی کړل.

د همدی موضوع په سر د جاپان او شمالی کورېا روابط هم ډېر خراب شوی دی. د پنجشنبی په ورځ به د شپږو ملکونو استازي په بېجنگ کې راټولېږی او د شمالی کورېا د اتومی پروگرام د ختمولو په باب به خبری شروع کوی.

په دی ملکونو کې د شمالی او جنوبی کورېا و نه علاوه، امرېکا، جاپان، چېن او روسېه شامل دي.

XS
SM
MD
LG