د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان اردو په بس د بم چاودنه کې دیرش تنه وژل شویدی


افغان پولیسان وائې، ځانمرگی بریدکونکی په کابل کې د اردو په بس سرویس کې د بم چاودنه کړیده چې لږترلږه دیش تنه پکې وژل شوید او ٢١ تنه نور زخمیان دی.

مقامات وائې، بریدکونکی پوځی دیرشی اوغوستی وه چې دبم چاودنه ئې وکړه . دغه پوځی بس سرویس چې پوځیان پکې کارته روان وو، په بشپټړډول تباه کړی شویدی.

طالبانو ددغې حملی مسؤلیت په غاړه اخیستی دی چې صاحب منصبان او لاروی ملکیان دواړه پکې وژل شویدی.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی د بشریت او اسلام په خلاف دغه حمله غندلی ده. هغه وویل، داښئ چې دتروریزم په خلاف جنگ باید په قوت سره دوام ولری.

د یو د پاسه ددوه زرم کال نه راپدی خوا یوه د ډیروخونړیوو حملونه ده چې د امریکا په مشری د طالبانو رژیم پکې راوپرځول شو.

د کورنیو چارو د وزارت نطاق زمری بشری وویل، صاحب منصبانو فکر کاوه چې د کابل په ښارکې امنیت ښه دی مگر حمله کونکی پوځی دریشی اغوستې وه چې دایوه نوی پدیده ده.

په روان کال کې په افغانستان کې څه د پاسه سل ځانمرگی حملی شویدی چې داکثر و ملامتی په طالبانو باندی اچول کیږی.

د جون په میاشت کې په کابل کې دپولیسو دصاحب منصبانو په بس سرویس کې بم ایښودل شوی وچې ٣٥ تنه پکې وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG