د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په هېلمند کې ېو تنکى ځوان ووژل


افغان پولېسان وايي سر تېرو طالبانو په هېلمند کې ېو تنکى ځوان دېکشنبى په ورځ په دې وژلى دى چې ېو امرېکا يى ډالر ېې په جېب کې و.

پولېس وايى چې دغه پنځه لس کلن هلک په جاسوسى باندى تورن شو او په دار وځړول سو. رپوټ واي ډالر ېې دهغه په خوله کې اېښى و و او دا د کلى نورو خلکو ته گواښ و چې ډا لر وانخلى.

د هېلمند د سنگېن په ولسوالى کې ېو سړى په دې گناه وژلى دى چې له حکومت نه د کرنى په برخه کې مرسته غوښتله.

د افغانستان اوامرېکا په مشرۍ داېتلاف قواوې وايي چې دوى له شلونه زېات کسان چې گومان کېږى طالبان به وي دافغانستان په جنوبى سېموکې د عملېاتو په ترڅ کې وژلى دى.

داېتلاف ېوخبر لېک وايي ددوى قواو نن ددوشنبى په ورځ سهار دوخته د هېلمند دناکراره ولاېت د رېگ په ولسوالۍ کې دمشکوکو طالبانو خلاف عملېات وکړل.

په خبر لېک کې وېل شوې وو چې ېو ملکى سړى هم په دغه حمله کې ندى ژوبل شوى. د اتازه حملى وروسته له هغه نه کېږى چې طالبانو د ېکشنبى په ورځ هغه بلنه رد کړه چې دافغانستان حکومت د سولى د مذاکراتو لپاره ورکړې وه.

د شنبى په ورځ دافغانستان جمهور رئېس حامد کرزي د ېاغېانو مشرانو ته په حکومت کې دمقامونو د ورکول ست وکړ خو په دې شرط چې هغوى خپلې وسلې پر زمه کېږدى اود افغانستان په حکومت او سېاست کې برخه واخلى.

خو طالبان وايي ترهغه وخت پورې په افغانستان کې خارجى قواوې موجودې وي دوى به هېڅکله هم له افغان حکومت سره خبرو ته غاړه کېنږدي.

XS
SM
MD
LG