د لاس رسي وړ اتصالات

'په عراق کی د سپتمبر په میاشت کی د تشدد په پیښو کې لږ ملکى کسان وژل شویدی'


د عراق د حکومت لخوا په خپرو شوو رسمى شمېرنو کی راغلی چی د سپتمبر په میاشت کی د اگست د میاشتی په نسبت لږ د تشدد په پیښو کې ملکى کسان کم وژل شویدی.

هغه رسمى شمېرنې چی نن ددوشنبى په ورځ خپرې شوې وايي چې د اگست په میاشت کی ١٧٧٠ ملکی کسان په مختلفو پیښو کی وژل شوي ول خو د ستمبر په میاشت کی دا شمیر ٨۴٠ ته را کم شویدی.

د ستمبر په مېاشت کی د شپیتو نه یو څه زیات امریکایی عسکر په عراق کی وژل شویدی. دا شمېر نه د تیریو کال د مودی د ټولو نه کم شمیر گڼل کیږی.

د امریکا د فوځ یو ویاند ویلی چی د امریکایی عسکرو په تلفاتو کی دکمی اصلی سبب د عسکرو په شمیر کی وروستئ زیاتوالئ دی.

خو ورسره یی دا هم ویلی چی اوس هم د تشدد د پیښو شمیر ډیر زیات دی بله خوا نن په موصل ښار کی دیو ځان مرگی برید په نتیجه کی د پوهنتون یو پوهاند مړ او اووه تنه نور ژوبل شویدی.

همداراز امریکایی فوځ وایی چی د بغداد په ختیځه برخه کی د د دوی یو عسکر د یوی جگړی په جریان کی د سپکی وسلی په ډزو کی وژل شویدی.

XS
SM
MD
LG